د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې، په غزه کې ۶۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسرائیلو له خوا د غزې محاصره کول یو جنګي جنایت دی او ښیي چې هېواد یې د ملکي وګړو د له منځه وړلو لپاره له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي.
یاد دفتر اسرائیل او د امریکا، برېټانیا، فرانسې او جرمني په ګډون د هغوی متحدین د دې ناورین مسوول بللي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې ژر تر ژره د بشري مرستو لپاره د غزې لارې پرانېزي.
اسرائیل غزې ته د بشري مرستو ننوتل منع کړي او له همدې امله ده چې په دې سیمه کې فقر او لوږه پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې په وروستیو ورځو کې، په غزه کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
د یونېسف د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په می میاشت کې، په غزه کې ۵زره ۱۱۹ فلسطیني ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.