څنګه کولای شئ ارام ووسئ؟

څنګه کولای شئ ارام ووسئ؟


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • ژباړن: رفيع الله رفېع
  • 1368

د بریا رازونه!

ټول خلک غواړي، چې په ژوند کې ارامه او سوکاله ووسي، مګر ځينې وخت سړی ارامه نه شي اوسېدلی، آيا يو څه تاسو خفه کوي؟، آيا تاسو زيان رسوونکی ګاونډي لرئ؟، باوري اوسئ، چې په ټولو شرايطو کې ارامه اوسېدل اسانه نه دي.

شوخ ماشوم د خپلو چټلو بوټانو سره په هر ځای کې ګرځي، د کور کوچنی ماشوم خپل د انا د لاس يادګاري ګلدان ماتوي، يو موټر جوړوونکی ستاسو د موټر ترميمول ځنډوي، لنډا دا، چې په ورځني ژوند کې د فشار او خفګان سرچينې ډېر مختلفې دي، ځينې وختونه په کار ځای کې زړه بوږنوونکې پېښې او کوچنۍ نارحتۍ تاسو مجبوروي، چې په چټکۍ سره د هغه ځای څخه ځان وباسئ.

که غواړئ، چې په ژوند کې ارامه ووسئ، نو دا لارښوونې درسره حتماً عملي کړئ، ترڅو خوشحاله ژوند ولرئ.

يو: زده کړه وکړئ.

په ټولو شرايطو کې په شا تګ او د ځان غاړې ته کولو وړتياوې ډېرې مهمې دي، چې سړی يې بايد زده کړي، د پېښې د شدت په وړاندې رښتيني اوسېدل او د غرونو نه جوړول به ستاسو د چټکو احساساتو مخنيوی وکړي.

کله، چې تاسو احساس کړه، چې خپله ارامتيا مو د لاسه ورکړې د دې پر ځای، چې په غوصه او احساساتي شئ، خپل ځان ته د فکر کولو په موخه ۵ دقيقې وخت ورکړئ او اوږده ساه واخلئ، که ناست ياستئ قدم ووهئ يا يو بوتل تړمې اوبه وڅښئ او له ځان څخه څو مهمې پوښتنې وکړئ، آيا رښتيا دا موضوع ډېره ممه ده؟، زما غوصه او احساساتي کېدل به حالات ښه کړي؟، پوه شئ، چې په دومره وخت کې به ستاسو وضعيت له پخوا څخه ډېر ښه شوی وي او دا حالت به تر ډېره دوام وکړي.

دوه: په ژوند کې روغتيايي اصولو ته پام وکړئ.

د روغتيايي اوصولو مراعت کول د يو سالم او متوازن ژوند شرايط جوړوي، چې دا کار به د ستاسو حرکت او چلند جوړ او غښتلی کړي، ډېر خواړه مه خورئ او هڅه وکړئ، چې ځان لپاره د خوړو مناسب غذايي رژيم وټاکئ او د هغه شيانو لکه قهوه او تنباکو، چې احساسات راپورته کوي له استعمال څخه ځان وساتئ او په ټوله کې د خوب مهمه خبره له ياده مه باسئ، مناسب او ښه خوب ستاسو انرژې نوې کوي او د ټولو ورځني فشارونو څخه مو خوندي ساتي.

درې: د ارامتيا لپاره ورزش وکړئ.

پلی او په بايسکل کرځېدل او لامبو وهل هغه ورزشي فعاليتونه دي، چې کولی شي له بدن څخه ستړيا او خستګي له منځه يوسي، په اونۍ کې يو يا دوه ځله حتماً ورزش وکړئ، سپورټ مو د بدن وينه په حرکت راولي او د وجود د ټولو غړيو فشارونه مو کڼترولوي، څومره، چې تاسو د ورځې په جريان کې ډېر ارامه ياست، همدومره به د ستونزو پر وړاندې هم ارامه اوسئ.

څلور: په ارامه فکر وکړئ.

ذهني رضايت، د څپو شور، مراقبت، د تنفس کنټرول، د ځان چاپي کول او ځينې وخت موسقي اورېدل د ارامه اوسېدلو مهم تخنيکونه دي، هغه څه، چې اوس مهم دي هغه د دې تخنيکونو هغه وخت او شېبه اجرا کول دي، چې ذهن د ټولو فشارونو څخه خلاص وي، ارامتيا د ذهن د ارامولو او په خپل ځای باندې د پام کولو مهم عنصر دی.

که مو ژباړه خوښه شوې وي، له نورو سره يې هم شريکه کړئ!