د ناټو سازمان تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د سلګونو ټنو درملو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې به د ناروغیو پر مهال او هم په وایروسونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو وړتیاوي زیاتې کړي.
د ناټو د تدارکاتو او ملاتړ ادارې ویلي، د درد ضد درمل، ویتامینونه، انټي بیټیکو، پلیو واکسین، عفویت ضد مایع او لومړنیو مرستو محمولې په څو ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسېدلي او مرستې به دا میاشت هم روانې وي.