د عمران خان پلویانو د پاکستان پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي

د عمران خان پلویانو د پاکستان پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي


  • 1 کال دمخه (10/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 532

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه لسګونه زره پلویانو د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې پر ملکي او نظامي ودانیو او وسایطو بریدونه کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي.

د راپورونو له مخې، د روانو لاریونونو له کبله په لویو ښارونو کې ګډوډۍ پېښې شوي چې پر مهال یې امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي. 

بلخوا په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو فېسبوک، ټوېټر او یوټیوب هم بندېز لګول شوی دی.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې لیدل کیږي، چې د عمران خان پلویانو په لاهور کې د قول اردو د قوماندان پر کور او دفتر برید کړی دی.

دغه راز د هغه زرګونو پلویانو پینډۍ ښار کې د پوځ مرکزي دفتر ته ننوتلي او هلته یې اخ و ډب کړی دی او ښیښې یې ماتې کړې دي.

بلخوا په لاهور او ځینو نورو سترو ښارونو کې پر ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې خصوصي او دولتي پوهنتونونه او ښوونځي هم تر نامعلومې مودې پورې تړل شوې دي.

عمران خان پرون په اسلام اباد کې یوې محکمې ته له حاضرېدو وروسته د فساد په څو تورونو ونیول شو.