د ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ ټپیان شول.


  • 3 کاله دمخه (17/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1196

د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه (۱۳۹۹ سلواغې ۲۹مه نېټه) وایي کندهار کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شوي دي.

 

دغه وزارت په یوه خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په مرسته ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په بابر ښوونځي او او بابر اړوند سیمه کې وسله وال طالبان په نښه کړي دي.

 

دغه وزارت په دې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۱۱ تنه ووژل شول او ۴ نور غړي یې ژوبل شوي دي. 

 

سرچینه وایي، یاده سیمه د دوی له شتون څخه پاکه شوې، د سرچینې له مخې، چې بابر ښوونځی له ډېره وخته د سیمې د اوسېدونکو پر مخ تړل شوی و او اوسمهال بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوی دی.

 

د سرچینې په حواله، چې ددې برید پر وخت د وسله والو ۱ موټر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. 

 

سرچینې زیاته کړې، همدا راز ۱۴ کړۍ ماینونه، چې دوی په بېلا بېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د ملکي وګړو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی کړای شول.

 

بل لورته وسله والو طالبانو د وراوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت په جلا خبر پاڼو کې تېره ورځ هم په دې ولایت کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژلو او یو شمېر ټپي کېدو خبر ورکړی و.

 

د افغانستان د جګړې ښکیل اړخونو په دې وروستیو کې یو دو بل د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.