د راپورونو له مخې، د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو په برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني چاوراکو ویلي ویلي، دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو شوی دی.
امنیتي چارواکو ویلي، له وسلهوالو سره په نښته کې د پوځ د یوه چارواکي په ګډون ۱۱ نور پوځیان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او سیمه اوسمهال د دوی په کنټرول کې ده.
تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د شولام خیسو په برید کې ۱۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولی ده.
په دې وروستیو کې په شمال او جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو بریدونه زیات شوي چې د ډېرو ورته بریدونو مسوولیت يې تحریک طالبان پاکستان مني.