تېرکال؛ ننګرهار کې په ازمايښتي ډول ګډې کرنې ۴۸۴ ټنه سبزيجاتو حاصل ورکړی.

تېرکال؛ ننګرهار کې په ازمايښتي ډول ګډې کرنې ۴۸۴ ټنه سبزيجاتو حاصل ورکړی.


  • 3 کاله دمخه (10/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1494

د ننګرهار ولایت د کرنې رياست مسؤولین وایي، تېر کال د کرېلو او ترايانو ګډې کرنې يا چيله يي سيستم په واسطه له ۱۰۰ ننداريزو قطعو څخه ۴۸۴ ټنه د سبزۍ حاصل اخیستل شوی، چې ترې پنځه ميليونه او ۵۱۶ زره افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

د مسؤولینو په وینا، سږکال په دې ولايت کې پياز، روميان، تور بانجان، مرچ، فاصليه او لوبيا ګډ کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله يې په حاصل کې څو برابره زياتوالی راغلی.