ديوې پېړئ دوتلی ملی مشر ډاکتر نجیب الله دشهادت دپنځه ویشتم تلین په مناسبت:

ديوې پېړئ دوتلی ملی مشر ډاکتر نجیب الله دشهادت دپنځه ویشتم تلین په مناسبت:


  • 3 کاله دمخه (27/09/2021)
  • اسدالله پیام
  • 1346

 

ډنمارک

 دتېرې یوې پیړئ په اوږدو کی،یواځې زموږ دهیواد په تاریخ کی نه بلکه دسیمې په تاریخ کی هم دغازی امان الله خان اوډاکتر نجیب الله په کچه داسې سیاسی او دولتی مشران نشته چه له مړینې یا شهادت نه وروسته هم هم دخپلو خلکو او هم دسیمې دولسونو په زړونو او راویښو شویو وجدانونو کی لمړی ځای ولری اوپرې حاکمیت وکړی. همدغه دزړونو حاکمیت دواکمنی سلطنتی کورنئ او یا دواکمن سیاسی ګوند سره دتړاو له کبله ،یا ددواړو مشرانو دغښتلې او ښکلې ځوانئ له برکته او یا هم دویناوو اونطاقی دجذابیت پر بنسټ نه بلکه ددواړو له خوا له هغه ژور تاریخی سیاسی ابتکار او ژورې ټول اړخیزې ستراتیژي سره تړاو لری چه دافغانستان دکورني لوی بدلون او نوی نړیوال مقام دترلاسه کولو لپاره یی عملآ طرح او پلی کول یی پیل کړل.ډیره طبیعی ده چه هم په کور دننه او هم له هیواد نه بهر همدې ابتکار اوستراتيژی محاسبه شوی دښمنان درلودل چه باید لاس تر زنې نه وای کښیناستلی.له هغه ځایه چه همدغه مبحث اوږده او ټول اړخیزه څېړنه اوارزونه غواړي فکر کوم چه په اوسنی وخت او بیا په همدې لنډه لیکنه کی انځورول ناشونی ده.زه يواځې دشهید ډاکتر نجیب الله دزعامت پر وړاندی هغو کورنیو او نړیوالو خصمانه هڅوته یواځې اشاره کوم چه په نهایت امرکی دهغه پر شهادت بری ته ورسېدلې.که څه هم کابل ته دتور طالب دراوستلو دمخه دوطن ګوند خورو ورو ټاپوګانو او غړو پریکړه کړې وه چه دواحد مشروعیت دحصول او دتیرو تیروتنو دچټکې تلافی لپاره دتېرې سنبلې د میاشتې په پیل کی دفعالینو یوه ګډه غونډه جوړه شی چه ما هم دګډون پریکړه کړې وه او هم می نیت درلود چه دډاکترصاحب دشهادت دپنځه ویشتم تلین په لمانځغونډه کی بالفعل برخه واخلم اودټولو په محضر کی دلمړی ځل لپاره ټولې هغه کورنئ او بهرنئ څېرې په مستدله اومستنده توګه بربنډې کړم چه د جمهوریت دراپرزولو اویا دولسمشر ډاکتر نجیب الله دراپرزولو،ترور اویا شهادت لپاره یی نقش اورول لوبولی دی.البته موخه دا نه وه چه یا بړاس وباسم او یا په اصطلاح ځان وبریښوم بلکه دهغه لوی ملی اقدام لپاره یوه پیلامه وه چه یواځې دوطن ګوند له خوانه بلکه له واحد ملی او دولتی دریځ او مسؤلیت نه دډاکتر نجیب الله دشهادت ټولې لمړنئ او وروستنئ او کورنئ او بهرنئ جرړې په رسمی توګه راوسپړل شی او دمسؤلو افرادو اومراجعو دعلنی قانونی محاکمې بهیر رسمآ پیل شی چه دطالبانو له وحشیانه ولکې نه وروسته دهمداسې اقداماتو او اجراآتو تمه فعلآ ناشونی ده نوځکه می هیله وه چه په بهر کی میشت دوطن ګوند غړو او ټاپوګانو ته به دطالب ولکې یو څه وجداني ټکان ورکړی وی چه هغه خپل په نامه خیالی اوبې اغیزې ځانګړی او ځان ځانی تشکیلات پریږدی او دیوې نوې او مسؤلانه ګډې پیلامې د مثبتې نښې په توګه دډاکتر صاحب دشهادت ګډه حضوری لمانځغونډه راوبولی.نو ما هم نیت کړی وو چه په همدې غونډه فعاله برخه واخلم او دپورتنیو مسایلو یوه لویه برخه مطرح کړم خوله بده مرغه هغه غونډه هم دایره نشوه.نوځکه په همدې لیکنه کی یواځې دمطرح کیدونکو مطالبو څخه یواځې دسر ټکی لیکم چه دراتلونکی لویې حضوری ملی یا ګوندي سیاسی غونډې ګډونوال دهم آندي او یا بل آندي لپاره دتیاری بشپړ فرصت ولری(که زه تر هغه وخته ژوندی وم).

ـ دډاکتر نجیب الله شهادت د مزدورو طالبانوپه فزیکی اقدام ، پاکستان او یا وطن ګوند پورې محدودول نه یواځې لنډ آندی او سیاسی بی خبری ده بلکه دډاکتر صاحب لوړ معنوی ملی مقام ته سپکاوی او دلویو ملی مسایلو پر وړاندی بیباکه او نا مسؤلانه چلن هم دی. دطالب په جامه کی یو څو محدودو اجیرانو يواځې د جلادانو ورسپارل شوی ماموریت تر سره کړیدی.پدې تړاو نه ښایی چه دموخه لرونکو جوړو شویو افسانو ښکار شو اویا ځان او نور پرې وغولوو.

ـ دملی روغې جوړې دستراتیژی او منتخب ولسمشر په توګه دډاکتر نجیب الله له اعلان سره بلود دشوروی اتحاد دکی جی بی له خوا دیوه غیر ګوندی تړلې څیرې په مشرتوب او زموږ دګوند په دننه اوبهر کی دځینوتړلو څیرو په ګډون په پټه یوه حساب شوې کودتا پلان شوه چه په غالب ګمان سي آی اې او آی اس آی هم پرې خبر وو،خو هغه کودتا ډیر ژر افشا شوه خو دخينو حساسیتو له مخې دعاملینو له محاکمې څخه ډډه وشوه.دهغې شنډې شوې کودتا افغانی عاملین همدا اوس هم ژوندی دی او یو شمیر یی په کابل،امریکا،جرمنی او نیوزلنډ کی هستوګنه لری.

ـ دلمړئ کودتا له افشا کیدو لیږ وروسته دکی جی بی دالفا دتشکیلاتو په مستقیمه ونډه دوو مهمو افغانانو ته دنده وسپارل شوه چه ډاکتر نجیب الله ترور کړی.دترور په دې پلان کی د ۸۰ کسانو په حدودو کی روسی او افغانی افراد دخیل وو.همدغو دو و افغانانو چه یو یی په پرچمی اوبل یی په خلقی جناح پورې تړلي وو خپلو ځینو جناحی مشرانو ته معلومات ورکړی وو.خو زموږ داستخباراتو له خوا دغه پلان هم کشف او شنډ شو هغه دوه افغانی څېرې همدا اوس اوس په فرانسه او هالنډ کی هستوګنه لری.

ـ دوهمه کودتا چه دشهنواز په کودتا مشهوره شویده دخلقی او پرچمی هغو ناراضیانو په وجود کی پلان شوه چه له شوروی سره یی استخباراتی تړاو درلود.دکودتا په ټولو پړاوونو کی دلمړی ځل لپاره کی جی بې او آی اس آی یو دبل نژدې همکاران وو ځکه پاکستان دګلبدین باند هم پر دې کودتا کی شریک او مؤظف کړ.دکودتا چیانو دمشرانو دپوچمغزی له کبله دا کودتا لا ډیره وختی افشا شوه ځکه ک.ج.پ خپلو پرچمی اجنټانو ته دنده ورکړه چه داوس لپاره ځان بهر کړی ځکه کودتا کیدای شی چه ناکامه شی.یا په بل عبارت دوی یی بلې راتلونکی کودتا ته وسپمول.کودتا له عملی پیل سره سره ناکامه شوه او دکودتا ځنی پوځی مشران په جيت الوتکه کی پاکستان ته وتیښتیدل.دکودتا مشرانو پلان کړې وه چه ډاکتر نجیب الله له یوې جوړې شوې تلویزیونی وینا وروسته،سترجنرال(دهغه وخت ډګر جنرال) یعقوبی ،سترجنرال (دهغه وخت ډګر جنرال) محمد رفیع سترجنرال(دهغه وخت ډګرجنرال)محمد اسلم وطنجار،بریدجنرال(وروسته تورنجنرال) اسدالله پیام اوبرید جنرال احمدزی دکورنیو چارو دوزارت په انګړ کی راوځړوی .دکودتا شامل ځنی خلقی مشران او کادرونه محاکمه شول خو دمحکمي دحکم سره سره څوک اعدام نشول.دهغی کودتا پوځی او سیاسی مشران چه ژوندی دی په کابل،روسیه،انګلستان،بلجیم،ډنمارک،ناروې،امریکا،فرانسه او هالنډ کی هستوګنه لری.

ـ دریمه بریالئ او وروستئ کودتا چه دطالب دې وروستنئ ولکې سره یی دشکل ورته والی درلود دجمعیت اسلامی،وحدت اسلامی،حرکت انقلاب اسلامی،دیونس خالص داسلامی ګوند او دوطن ګوند دهغو مشرانو په ګډون او همآهنګی تر سره شوه چه له روسیې،پاکستان،ایران،انګلستان او ترکیې سره یی مخامخ استخباراتی تړاو درلود تر سره شوه.روسانو دوطن ګوند کودتا چیانو ته دنده سپارلې وه چه ډاکتر نجیب الله،سترجنرال یعقوبی او بریدجنرال احمد زی په هماغه شپه ووژنی چه بینین سیوان کابل ته راتلونکی وو او له وژنې وروسته اعلان وکړی چه ډاکتر نجیب الله او برید جنرال احمدزی د سترجنرال یعقوبی دوژنې په جرم محاکمه او اعدام شول.شهید ډاکتر صاحب په داسې حال کی چه دڅلور او درئ نمره یی تلیفونو اړیکی یی لا دورځې دوی پرې کړې وې په خاصه هوښیاری له دریو نورو ملګرو سره دملل متحد دفتر ته ځان ورساوو او هلته یی سیاسی پناهندګی وغوښته.دنوموړې کودتا ژوندی عاملین همدا اوس په افغانستان،تاجکستان،ازبکستان،ترکیه،متحده امارات،روسیه،سویس،ډنمارک،سویدن،جرمنی،هالنډ،بلجیم،انګلستان،پاکستان،امریکا او کاناډا کی هستوګنه لری.په دې کودتا کی روسیې،انګلستان،پاکستان،ایران او ترکیې یوله بل سره کوردینه شوې برخه درلوده او دګمان له مخې امریکا پرې خبره وه.

ـ دطالبانو په لاس دډاکتر نجیب الله دشهادت پلان دروسانو دمخفی پلان له جوړولو وروسته له آی اس آی سره شریک شو چه زما دمعلوماتو له مخې پدې پلان کابو دوه کاله ګډ کار شوی دی.حتی روسانو دیوې سناریو له مخې خپلې شبکې تر ملا محمد عمره هم ورسولې.روسانو دهوښیاری له مخې دډاکتر صاحب دشهادت دڅرنګوالی دشکل واک او استقلال آی اس آی ته ورکړی وو او پاکستانیانو بیا خپل پلان داسې جوړکړی وو چه دپاکستان دموخو له د ترلاسه کولو وروسته دطالبانو دمخصوص تربیه شوی ګروپ په لاس یی شهید او په آریانا چوک کی راوځړوی.دډاکتر صاحب دشهادت فزیکی او استخباراتی عاملین یا په افغانستان،پاکستان او روسیه کی هستوګنه لری،یو کس یی پاکستان وژلی دی او دوه کسه په خپل مرګ مړه شویدی 

قدرمنو هیوادوالو!دغه څه چه دبیلګې په توګه ما پورته ولیکل دحقیقت یوه کوچنئ برخه ده،زه یی دامانتداری ټول مسؤلیت منم او په راتلونکی کی چه ملی،خپلواکه او باصلاحیته مرجع رامینخته شی دې ته تیار یم چه دشهید ډاکتر نجیب الله دریاست جمهوري دټولې دورې دکارنامو دعلنی دفاع په مورچل کی ودریږم اوپه هغو محاکمو کی برخه واخلم چه دده په تړاو دایري شوی وی.زه همدا اوس وینم چه له طالبی مشرانو اوطالبوزمه جهادی مشرانو او دروسیې له اجنټانو پرته دافغانستان دټول نفوس ۹۰ سلنه ډاکتر نجیب الله دداسی ملی مشر په توګه منلی چه دخپلو راتلونکو نسلونو دبرخلیک الهام بښونکی او لارښود یی هم ګڼي.

ـ زما دالهام او سیاسی اعتقاد لایزاله منبع ډاکتر صاحب!تر څو چه ژوندی یم ستا پر سوچ،ستا پرعظمت اوستا پر افغانی وړتیا اوزړورتیا په پایم او ویاړم،تا تاریخ ګټلی دی او راتلونکی نسلونه به دی لا وځلوي.

مینه او ارادت