عمران خان: افغانستان دې ته متخصص کاري ځواک ولېږل شي

عمران خان: افغانستان دې ته متخصص کاري ځواک ولېږل شي


  • 2 کاله دمخه (15/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 969

سمسور (شنبه د مرغومي۲۵) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې هېواد له چارواکو غوښتي، چې افغانستان بشري ځواک او مسلکي مامورین واستوي.  

هغه زیاته کړې، چې افغانستان باید داسې متخصص کسان افغانستان واستول شي چې په روغتیايي، مخابراتو او بانکداري برخه کې وړتیاوې ولري.

نوموړي یادې څرګندونې پرون د خپل هېواد لوړپوړ چارواکو او وزیرانو کومېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې ډي. 

عمران خان د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په سخت وخت کې به افغانان هېر نه کړي. 

عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک استولو څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تازه نیویارک ټایمز ویلي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوی او پاکستان ته یې مراجعه کړې ده.