رینا امیري: ۲،۵ میلیونه افغان نجونې له زده‌ګړو بې‌برخې دي

رینا امیري: ۲،۵ میلیونه افغان نجونې له زده‌ګړو بې‌برخې دي


  • 1 کال دمخه (03/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 686

د افغان ښځو او نجونو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري افغان نجونو ته د زده‌کړو حق پر ورکړې ټینګار کړی دی.  

رینا امیري دا خبره پرون د بشري حقونو شورا په غونډه کې کړې ده.   

نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې دا مهال ۲،۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د امیري په خبره، هره نجلۍ د باکیفیته زده‌کړو حق لري.

نوموړې یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له کابو دوه کالو راهیسې له زده‌کړو بې برخې او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.