د امریکا په ټکزاس کې یوه موټر خلک وهلي او ۷ تنه وژل شوي

د امریکا په ټکزاس کې یوه موټر خلک وهلي او ۷ تنه وژل شوي


  • 1 کال دمخه (08/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 502

سمسور نیوز (۱۸غوایي۱۴۰۲) د امریکا په ټکزاس ایالت کې یو تن د کډوالو پناه ځای سره نږدې خلک چې د بس په تمځای کې ناست و، په موټر وهلي چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي. 

پېښه پرون د ټکزاس ایالت بروانزویل ښار سره نږدې شوې چې د مکسیکو ګډې پولې سره نږدې پروت دی. 

په پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپي شوي کسان د ونزویلا اتباع دي. 

عیني شاهدانو ویلي چې دغه موټر د سړک غاړې سره تر جنګېدو وروسته په بل مخ اوښتی. 

په سیمه کې یو شمېر خلکو موټر چلوونکی نیولی او پولیسو ته یې سپارلی. 

وړمه ورځ هم په دې ایالت کې یو تن په مغازې کې په خلکو ډزې وکړې او ۸ تنه یې ووژل. پولیسو برید کوونکی هم وژلی.