پاکستان او قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر

پاکستان او قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر


  • 3 کاله دمخه (04/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1023

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خليلزاد یو ځل بیا د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په هدف قطر او پاکستان ته سفر پيل کړی.

خلیلزاد پاکستان ته د سفر په لړ کې ، د یاد هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سر کتلي او افغانستان کې یې د سولې په اړه د دواړو هيوادونو پر ګډ هدف ټينګار کړی.

خليلزاد پر خپل ټويټر ليکلي چې دوحې او سيمې ته په دې هيله راګرځيدلی څو د سولې په دې پړوا خبرو کې محسوس پرمختګ وشي او دواړه لوري بايد وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره جوړجاړی کوي او د يوې سياسي حل لارې په اړه هر څومره ژر چې ممکن وي هوکړه کوي.

خلیلزاد به له پاکستان وروسته دوحې ته ولاړ شي او ټاکل شوې د بین الافغاني خبرو له دویم پړاو مخکې دواړو ټيمونو سره هم وګوري.