د افغانستان د لانجې پوځې اړخ نور بشپړ پای ته رسېدلی دی او ګټونکی اړخ مالوم دی خو په سياسي توګه لا هم د افغانستان ولسمشر له بشپړ نړيوال ملاتړ څخه برخمن او په رسميت پېژندل شوی مشروع ولسمشر دی.
چړيان دې مسئلې ته متوجه دي. هغوی ته د نړيوالو غبرګون مالوم دی او پوهېږي که په کابل بريد وکړي نړيوال مشروعيت به ونه لري. حکومت کول به ورته لا ستونزمن وي له همدې کبله د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې تمرکز پر دې دی چې واک په سولهييز ډول د يوه سياسي توافق له لارې داسې ولېږدېږي چې د تل لپاره په افغانستان کې سوله راشي.
خبرې پر څه روانې دي:
لومړی: طالبان غواړي افغان حکومت په داسې ډول واک وروسپاري چې ټوله نړۍ يې په رسميت وپېژني او د پخوا په څېر له افغانستان سره خپلې مرستې وکړي.
دويم: افغان حکومت دايمي سولې ته د رسېدلو په پار غواړي ملي اردو او ملي امنيتي ځواکونه بېرته راغونډ کړل شي او د يوه روښانه او ټول منلي ميکانيزم له لارې د طالبانو هغه جنگيالي چې غواړي له وسلې سره ژوند وکړي د ملي اردو په ليکو کې مدغم شي چې په آينده کې يې کومه بله ډله استخدام نکړي.
درېيم: د ولايتونو له سقوط وروسته او د ولسي پاڅونونو په لړ کې له کچ ډېرې وسلې بې مسؤليته خلکو ته وېشل شوې دي. دا وسلې او پوځي توکي بايد بېرته د يوه روښانه بهير په ترڅ کې ملي اردو ته وسپارل شي.
درېيم: د دې لپاره چې د تالبانو نظام نړيوال مشروعيت او مرستې ترلاسه کړي بايد د راتلونکي حکومت پر جوړښت او ټاکنو له ټولو سياسي بهيرونو سره يوې موافقې ته ورسېږي. د ښځو او قومي او مذهبي لږکيو حقونه بايد خوندي شي.
نه ملا برادر کابل ته راغلی او نه د ډاکتر جلالي تر مشرۍ لاندې پر کوم لنډمهاله حکومت خبرې شوې دي.
د کابل ښاريان دې بشپړ ډاډه وي، تالیبان په زور د کابل نيولو اشتباه نه کوي. ممکن ځينې يې ښار ته لا دمخه ننوتلي وي خو د فعاليت هېڅ ډول اجازه نه ده ورکړل شوې.
ځينو قطر مېشتو چړيانو ويلي ممکن خبرې يو څه اوږدې شي او وخت ونيسي. مګر بهرني ديپلوماتان هڅه کوي چې هر څومره ژر ممکن وي يو سياسي جوړجاړی وشي.