ملګرو ملتونو: هدفي وژنې په کلکو ټکو سره غندو او دا حالت باید ژر پای ته ورسول شي.

ملګرو ملتونو: هدفي وژنې په کلکو ټکو سره غندو او دا حالت باید ژر پای ته ورسول شي.


  • 3 کاله دمخه (13/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1370

د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د روان وضعیت او هدفي وژنو په کلکو ټکو سره غندنه کړې او په وینا یې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې اعلامیه کې راغلي، چې په هدفي بریدونو کې د یو شمېر ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، مطبوعاتي کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان هدف ګرځول کېږي. 

 

د رسنیو د راپورونو له مخې، چې دوی همدا راز د هدفي بریدونو پر زیاتېدو خواشیني دي او په دې برخه کې یې د روان وضعیت پای ته رسولو او د عاملانو یې اړونده بنسټونو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

 

په یادې خپرې شوې اعلامیه کې دا په ډاګه شوي نه دي، چې دا ډول پېښې او هدفي بریدونه د چا کار دی، خو دوی په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې نړیوال قوانین دې تر پښو لاندې نه کوي او د ملکي وګړو ژوند دې په پام کې ونیسي.

 

دوی دغه راز په دې باور دي، چې په دغه هېواد کې باثباته سوله د افغانانو په رهبرۍ او د دوی له خوا د ټول ګډونه او هر اړخیزو خبرواترو له لارې ممکن دی.

 

په افغانستان کې وروستیو هدفي بریدونو د سیمې د هېوادونو ترڅنګ د نړیوالو غبرګونه هم راوپرول، دوی په دې هېواد کې د روان وضعیت د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او له دولت څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپل اقدامات ګړندي کړي.

 

ملګري ملتونه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دوی عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري ناسته کې ویلي و، لسګونه میلیونه انسانان به زیات شمېر هېوادونو کې تر ډېره بریده د شخړو له امله د سختې لوږې له خطر سره مخامخ شي.

 

د دغه اعلان په درشل کې د نورو هېوادونو سربېره افغانستان هم په ګوته شوی دی.