افغان پوځ د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د شپاړس طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو نن شپه د دوهم ځل لپاره د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید او د هوایي قواوو په مرسته د دې بریدونو مخه ونیول شوه.
د قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، د طالبانو یو مهم قوماندان رحمت اله مشهور په بیدار تېره شپه د جګړې پر مهال ټپي شوی و، له سختو ټپونو یې ساه ورکړې ده.
طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي