سمسور نیوز (۲۷تله۱۴۰۱) د ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وایي، چې حکومت د نجونو ښوونځیو د بیا پرانېستلو لپاره پر یو ترتیب برابرولو بوخت دی.
مولوي حبیب الله آغا بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې «اسلامي نظام» اجازه نه ورکوي، چې ګډ تعلیمي سیستم ولري.
نوموړی وايي، "موږ خپل یو ترتیب جوړوو، په وزارت کې پر دغه ترتیب سره لګیا یوو. داسې نه کېږې لکه د تېرو نظامونو په څېر چې ګډوډ وي، اسلامي نظام یې اجازه نه راکوي."
دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد هم په وروستیو څرګندونو کې ویلي وو، چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانېستل حتمي دي.