پنټاکون: له افغانستانه د ځواکونو په بېړه وتل به داخلي جګړو جګړو ته زمینه برابره کړي.

پنټاکون: له افغانستانه د ځواکونو په بېړه وتل به داخلي جګړو جګړو ته زمینه برابره کړي.


  • 3 کاله دمخه (18/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1417

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د د جګړو سبب شي.

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د یو راپور له مخې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په بېړه وتل به په دې هېواد کې داخلي جګړو ته لار هواره کړي.

 

د پنټاګون د راپور پر بنسټ، چې د سرتېرو د ژر وتلو پرېکړه به د افغانستان سربېره امریکا هم زیان وګالي او همدا رنګه به د بشري حقونو وضعیت هم له بد حالت سره مخ کړي.

 

پنټاګون ویلي تر هغه باید سرتېري ونه ایستل شي ترڅو چې بشپړ ډاډ ترلاسه شوی نه وي، دوی همدا راز زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې وضعیت هغه ډول نه دی، چې ځواکونه و ایستل شي.

 

پنټاګون داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تېره ورځ څرکنده کړې وه، چې تر می میاشتې پورې د سرتېرو ایستل ممکن نه دي، خو هغه ټینګار کړی و، چې د سرتېرو حضور به په دې هېواد کې تر ډېره وخته نه وي.