امريکا: که افغانستان د القاعده پر خلاف اقدام ونه کړي، موږ خپله اقدام کوو

امريکا: که افغانستان د القاعده پر خلاف اقدام ونه کړي، موږ خپله اقدام کوو


  • 1 کال دمخه (16/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 598

سمسور نیوز (۲۷سلواغه۱۴۰۱) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس وایي، که ا، ا د خپلې ژمنې سره سم د د القاعده شبکې پر وړاندې اقدام ونه کړي، امریکا به خپله لاس په کار شي.  

پرايس تېره ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د راپور په اړه چې وايي، د القاعده نوی مشر په ايران او يو بل مهم غړی يې په افغانستان کې دي، د امريکا د اندېښنې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د سيف العدل په اړه د امريکا ارزونه د ملګرو ملتونو د راپور سره همغږې ده.

نوموړي تینګار کړی، چې امریکا او متحدین یې د القاعده شبکې د مشر پر ضد د راتلونکو اقداماتو لپاره پر مشترک کار بوخت دي.

ا، ا د دوحې په تړون کې له امريکا سره ژمنه کړې، چې د القاعدې غړو ته به په افغانستان کې پناه نه ورکوي.