د مالیې وزارت د فراه ولایت اړوند په ابو نصر فراهي ګمرک کې په ۷۱ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ د یوې پروژې پیلولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه پروژه کې په یاد ګمرک کې د څلورو ګودامونو جوړول شامل دي، چې کارونه یې تېره ورځ په یو لړ مراسمو سره پرانېستل شوي او په ۱۰ میاشتو کې به بشپړ شي.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه پروژه په دغه یاد ګمرک د توکو د خوندیتوب او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پلي کېږي.