د افغانستان لپاره د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ازبیکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عصمت الله ارګاشېف او اصف علي دراني ترمنځ په دغه لیدنه کې د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د (ترمز-مزارشریف-کابل-پېښور) رېل پټلۍ پر رغونې خبرې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د بشري ناورین له منځه وړلو او سوله ییز پرمختګ برخو کې ګډو هڅو ته لیوالتیا ښودلې ده.
د یادونې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.
د دې ترڅنګ افغانستان د خپلې اړتیا ور برېښنا هم له ازبکستان څخه راواردوي.