نږدې ورځو کې؛ د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکې کابل ته الوتنې پیلوي

نږدې ورځو کې؛ د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکې کابل ته الوتنې پیلوي


  • 8 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 234

نږدې ورځو کې؛ د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکې کابل ته الوتنې پیلوي

په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکو پروازونه کابل ته پیل شي.

په کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، هڅه باید وشي چې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پراختیا لپاره په ګډه کار وشي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د کابل او استانبول ترمنځ په تاریخي اړیکو او اوسنیو اړیکو ته په کتو د دواړو هېوادونو د خلکو د غوښتونو پوره کولو لپاره پر ګډو هلو ځلو ټینګار شوی.

په لیدنه کې افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د ګڼو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاوو پر راتلو، له ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداګرۍ پر پیل او په ترکیه کې د افغان او ترکي سوداګرو په ګډو هڅو د ګډو نندارتونونو پر پرانېستو خبرې شوې دي.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پرېکون هم خوښي څرګنده کړې او دا یې یو غوره اقدام بللی دی.

د یادونې ده چې کابل ته ترکیش هوايي شرکت الوتکو پرازونو پیلیدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې اوس مهال د هېواد له بېلابېلو هوايي ډګرونو څخه ګڼو هېوادونو ته پروازونه جریان لري.