کابل کې د پرونۍ؛ اورلګېدنې په پېښه کې 21 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل کې د پرونۍ؛ اورلګېدنې په پېښه کې 21 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1327


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار په اوولسمه حوزه کې د تېرې شپې په اور لګېدنه کې 21 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 یاد وزارت ویلي، چې په یاده پېښه کې اووه تنه وژل شوي او 14نور ټپیان دي. بلخوا یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي، چې د اورلګېدنې په یاده پېښه کې24 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاده سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او 14 نور ټپيان دي. دغه راز په دې اورلګېدنه کې د تېلو 50 ټانکرونه او د تېلو د ټانک ترڅنګ ولاړ ګڼ باروړونکي موټرونه هم سوځېدلي دي، چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي. تر اوسه د اورلګېدنې اصلي علت معلوم نه دی.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو میاشتو کې افغان سوداګرو ته د اورلګېدنې پېښو له امله میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.