د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونېسف) وايي، په افغانستان کې شااوخوا څلور میلیونه ماشومان له زدهکړو محروم دي.
یونېسف د یوه راپور په خپرولو سره د ښوونکو کمښت او د ښوونځیو معیاري ودانیو نشتون، پاکې اوبه او د اړینو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی، له زدهکړو د افغان ماشومانو د محرومیت اصلي لاملونه بللي دي.
د سرچینې په وینا، اقتصادي ستونزې هم په افغانستان کې ځینې ماشومان د ښوونځي پر ځای سختو کارونو کولو ته اړ کړي دي.
یونېسف همدارنګه وايي، د جاپان او سویلي کوریا په ملاتړ سره یې د تدریسي میتودونو ښه کولو، پلانونو چمتو کولو، زدهکړو ته د ټولو لاسرسي زمینې برابرولو او په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې کار کړی دی.
سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار، وار ټینګار کړی چې هڅه کوي ټولو افغان ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو چارو مبصرینو په باور، له زدهکړو څخه د ماشومانو محرومیت دوی له ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کوي.