لغمان کې لګېدلی اور مهار شو؛ ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځېدلی

لغمان کې لګېدلی اور مهار شو؛ ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځېدلی


  • 11 مياشتي دمخه (15/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 405

د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د مایل درې په رنجون غره کې لګېدلی اور تېره ورځ په بشپړه توګه مهار شوی دی.  

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي، چې په دغې اور لګېدنه کې ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.  

مسوولین زیاتوي، چې یاد اور د ولسي خلکو او ولایتي ادارې په هڅو کنټرول شوی دی. 

دا اور له تېرې دوشنبې راهیسې بل شوی و، چې د سیمې خلک یې په کنټرول کې پاتې راغلي وو. 

په اور لګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی. 

لاهم د یادې اور لګېدنې علت معلوم نه دی.