له اسلام اباد څخه د افغانانو یوه بله ډله جرمني ته ولېږدل شول

له اسلام اباد څخه د افغانانو یوه بله ډله جرمني ته ولېږدل شول


  • 9 مياشتي دمخه (22/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 228

د افغانانو یوه بله ډله د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شوه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یاده ډله پرون په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباد څخه ولېږدل شول.

سرچینې زیاته کړې، دا کسان هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند له خطر سره مخامخ و.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت داا نه دي ویلي چې په پرونۍ ډله کې څومره نارینه او څومره ښځې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۳۳ زره افغانان د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته بېول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جمهوریت تر سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره افغانان اروپا، امریکا او اسټرالیا ته لېږدول شوي چې ډېری یې امریکا کې مېشت شوي دي.