ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي


  • 4 مياشتي دمخه (16/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 137

ټاکل شوې، چې بل سبا (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د وروستي وضعیت په موخه دوه ورځينۍ غونډه وشي. 

امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پدې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشره روزا اوتونبایوا،  د دغه سازمان د ښځو څانګې مشره سیما بهوش او د مدني ټولنې استازې ګډون وکړي. 

په اعلامیه کې ویل شوي، چې روزا اوتونبایوا به دې غونډې ته د افغانستان د وروستي وضعیت ارزونه وړاندې کړي او وروسته به د افغانستان په اړه سلا مشورې وشي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې تازه د سرپرست حکومت د مشرتابه لخوا د امر بالمعروف وزارت پر نوي قانون ګڼو سازمانونو اندېښنې څرګندې کړي او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي، چې پر دې قانون له سره غور وکړي.