د نورو ډېرو کلمو په څېر ( راوړل او راوستل ) هم زموږ په لیکنۍ او ګړنۍ ژبه کې نا سم کارېږي خو اصلا دواړه سره د کاروونې بېل ځایونه او مانا لري. له دې کلمو چې هره یوه يې وټاکل شي، په مفهوم کې توپير راځي، البته دا هم د نورو کلمو په څېر په ژبپوهنیزه حوزه کې تر بحث لاندې نیول کېږي، کنه زموږ لیکوال او ویونکي يې چندان په کیسه کې نه دي.
راوستل :
ګاډی مې مستري ته راوست .
پلار مې روغتون ته راوست .
اوبه مې راوستې
ددې جملو پر ځای کې ولیکو:
ګاډی مې مستري ته راوړ.
پلار مې روغتون ته راوړ.
اوبه مې راوړې.
ډېر راته پکې توپير نه احساسېږي، ځکه موږ يې همداسې وایو او ورسره عادت شوي یو خو نه ، اوس به يې توپير وکړو.
په ( راوستلو ) کې ته سبب او وسیله ګرځې ، نه دا چې هر څه ته کوې. مانا دا چې دلته مفعول هم حرکت لري، متحرک دی او د فاعل په توګه ته يې سبب شوی يې چې حرکت پيدا شوی دی .
د لومړۍ جملې :
ګاډی مې مستری ته راوست ، مانا داده چې په چلولو چلولو دې ګاډی تر مستري راوست ، دغسې په روغتون ته د پلار په راتګ کې هم پلار حرکت درلود خو ته يې لامل شوې چې تر روغتونه دې راوست .
په ( راوړل/راوړ ) کې بیا د مفعول حرکت نشته، هلته نه هر څه ستا په واک او لاس کې دي .
ګاډی مې مې تر مستري راوړ، مانا يې داده چې د حرکت نه و، په بل موټر کې دې را بار کړ ، ور پورې دې وتاړه او تر مستري دې راوړ، روغتون ته د پلار راوړل هم همدغسې دي، چې هغه د حرکت نه و، خو موټر یا بلې وسیله کې دې تر روغتون راوړ.
( راوستلو او را وړلو ) ته په درې کې ( اوردن ) کارېږي چې د همدې اوردن ، یوې کلمې له امله زموږ د ژبې په برخه کې لیکوال ځایونه غلطوي.
اوردن صلح ، موږ تر ډېره د ( سولې راوړلو ) سره ژباړو چې دلته هم سوله یو بې حرکته او کاملا د انسان په لاس کې د یوې الې په توګه واقع شوې چې داسې نه ده. سوله راوړل کېږي نه بلکې راوستل کېږي. دغسې سمون راوستل کېږي، راوړل کېږي نه .