د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، اوسني حکومت په افغانستان کې امنیت تامین کړی او په دې برخه کې یې هغه پرمختګ کړی، چې جمهوریت په شلو کلونو کې نه و کړی.
هغه په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، اوسنی حکومت منفي او مثبت اړخونه لري؛ خو د منفي په پرتله یې مثبت زیاته دي.
زاخېلوال د اقتصاد وده او خلکو ته د کاري زمېنو برابرول هم د اوسني حکومت لاسته راوړنې بللې دي.