د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1168

د هرات ولایت امنیتي مسوولین وایي تیره شپه ددغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له امله د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوي.

د مسوولینو په وینا دغه نښته تیره شپه رامنځته شوې چې له امله د طالبانو د دوه مهمو قوماندانو په ګډون ددغې ډلې ۵ جنګیالي هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا نښتې تر نن سهار پورې دوام درلو او طالبانو پر ولسوالۍ ډله ییز برید کړی وو.