درې لسيزې کېږي، چې زموږ ټولنه د يوه داسې رنځور سياست په منګولو کې راګير ده، چې څومره وخت پرې تېرېږي، نو دا رنځ نور هم اوږدېږي، داسې لکه د سرطان او يا هم نري رنځ په شان، چې د انسان وجود ورو ورو کمزورى کوي او بيا يې له منځه وړي. که انساني او ټولنيزې ناروغۍ هر څومره ډېرې او رنګارنګ دي، داسې يې د رغونې لارې چارې او درمل هم ډول ډول او رنګارنګ دي. هوښيار طبيب او حکيم جي همغه څوک دى، چې دا ناروغي پر خپل وخت تشخيص او ناروغ ته له ناروغۍ سره متناسب درمل ورکړي. هر درمل د هرې ناروغۍ لپاره کار نه ورکوي او کله که هم د يوې ناروغۍ لپاره د بلې ناروغۍ درمل کارول شوي، نو ددې پرځاى چې ګټه يې کړې وي، زيان يې اړولى او جانبي عوارض يې پيدا کړي دي. د افغانستان په تېر درې لسيز سياست کې د بحرانونو يوه غټ لامل همدا و، چې يو شى پر خپل ځاى نه کارول کېده او تر ننه هم دا لړۍ روانه ده. د خلکيانو، پرچميانو، جمعيتيانو او طالبانو د پوره واک او نيم واک په ټولو بهيرونو کې حالات همداسې روان وو او اوس هم تر ډېره حده خبره همداسې ده. د خلکيانو په ټوله کابينه کې يوازې څلور پنځو وزيرانو لوړې زده کړې درلودې، د جمعيتيانو په نيمواکه واکمنۍ کې ان اشپزان هم د افغانستان په سياسي نمايندګيو کې د دپلوماتانو په توګه مقرر شول، د طالبانو په واکمنۍ کې د عامې روغتيا پر مسلکي پوستونو سربېره ان د ترافيکو رئيسان او مديران هم ملايان مقرر شول او د طالبانو تر سقوط وروسته د يوې درې ګوريلايان لکه ديو سېلاب په څېر پر دولتي پوستونو راشېوه شول، تراوسه يې هم ګڼ شمېر دولتي پوستونه په لاس کې دي، يوازې په لباس او څېره کې يې تغير راغلى، خو په ماهيت او ذهنيت کې يې هېڅ بدلون نه دى راغلى. دې هرې دورې خپل خپل مرضونه او رنځونه زموږ پر ټولنې تحميل کړل او د علاج لاره يې اوس ځکه له موږه ورکه ده، ځکه چې موږ ددې لپاره سمه سياسي نسخه نه کاروو او که کاروو يې هم، نو د درملو پوره دوز نه تطبيقوو. همدا څه باندې دېرش کاله کېږي، چې افغانستان له څو ډلو ټپلو او سياسي ګوندونو سره يرغمل دى. که ددې ټولو ډلو د مطرحو او اغېزمنو څېرو شمېر محاسبه کړو، نو تر زر يو نيم زر کسانو نه زياتېږي، همدا کسان دي، چې بيا نو له زورواکو، ټوپکوالو او نورو دبړه مارانو سره يو ګډ زنځير او ځېل جوړوي او د ټولنې د روغتيا ټول رګونه زبېښي. د دېرش کلن سياست په بهير کې يوه غټه اشتباه همدا وه، چې دغه لوبېدلي او لوبېدونکي اشخاص له سياسي صحنې څخه په بشپړ ډول ونه وتل، طالبانو که څه هم د دوى يو زيات شمېر له مخې پسې جارو کړل، خو هغوى بيا خپله دومره مرضونه لرل، لکه د ملاريا پرځاى چې کولرا راشي. کله چې د طالبانو کولرا د امريکايانو د دواپاشۍ په زور ختمه شوه، نو ځاى يې بېرته پخوانۍ ملاريا ياجنګي ډلو وينو. د ملاريا يو خصلت دا دى، چې که د درملو پوره دوز ونه کارول شي، اتلس ورځې وروسته بيا راګرځي او دا ځل نو سړى دومره ځپي، چې له پښو يې غورځوي. د طالبانو نظام تر ړنګېدو وروسته هم امريکايانو د افغانستان له خلکو سره همداسې چل وکړ، دوى د ملاريا ضد واکسين او وسايل درلودل، خو زموږ خلک يې د ملاريا د ماشو ترحم ته پرېښودل. دې ماشو زموږ د ولس د بدن وينې داسې وزبېښلې، چې دوى په کې ښه غټ شول، خو زموږ د ولس رنځ يې داسې اوږد کړ، چې اوس يې ټوله نړۍ علاج ته حيرانه ده. امريکايانو داسې فکر کاوه، چې د پخوانيو جګړه مارانو او جنګسالاران بيا راژوندي کول به د يوه داسې درمل په توګه کار ورکړي، چې طالبي ناروغي ختمه کړي، خو امريکايان دې ته متوجه نه وو، چې جنګسالاران داسې يو تاريخ تېرى درمل و، چې جانبي عوارض لري؛ که د يوه مرض لپاره دوا شي، نو سل نور مرضونه زېږوي. طالبان خو اصلاً د همدې جنګسالارانو د عملونو زېږنده ده، يا که دې جنګسالارانو په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې د خلکو پر سرونو مېخونه نه واى ټکوهلي او د خلکو پر مال، عزت او ناموس يې تېرى نه واى کړى، نو طالب په شان يوې زېږې او ترخې پديدې ته هېڅ اړتيا نه پيداکېدله. طالبان هغه وخت داسې يو تريخ درمل و، چې تر ستوني تېرول يې اسانه کار نه و، خو د هغه وخت د جنګسالارانو د زرګونو ناروغيو ښه دوا وه، نو ولس خپله پوزه ونيوله اولکه د چمبړخيال په څېر د بدبويه درمل په توګه يې تر ستوني کړل، خو اوس چې بيا پخواني ټوپکيان په نوي او نسبتاً صفا لباس کې پر ټولنه واکمن شوي، د واک او ځواک ميتود يې توپير کړى، خو ماهيت يې نه دى بدل شوى، نو طبعاً يو ځل بيا د طالبانو شتوالي ته زمينه برابرېږي، ځکه بهرنيو ځواکونو، چې په ګډه، له دې کورنيو غلو سره د جوال خوله نيولې، نو زموږ ولس به چاته فرياد وکړي، يو ځل بيا به يې د طالب د ترخو درملو ته پام وراوړي. واقعيت خو دادى که چېرې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کې بشپړ سياسي عدالت او سوله تامين کړي، نو د هر ډول تاريخ تېرو دواګانو له کارولو دې ډډه وکړي، نه پخواني جنګسالاران او تنظيمواکان د طالبانو ښه بديل دى او نه هم طالبان د هغوى. نړيواله ټولنه او افغان حکومت که غواړي، ددې اوږده سياسي رنځ علاج وشي، نو لږ تر لږه دې په افغانستان کې د عامې روغتيا له ميتود او تجربې څخه ګټه واخلي. د عامې روغتيا وزارت د قانون له مخې، د ټولو تاريخ تېرو درملو استعمال او خرڅول بند دي، نو ځکه خو ددې وزارت هئيتونه وخت پر وخت د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو پر درملتونو ګرځي، تاريخ تېرې دواګانې راټولوي، سېزي يې او خرڅوونکو ته يې قانوني سزا ورکوي. ددې وزارت مامورين او طبيبان پر دې پوهېږي، چې دا ډول درمل د انسان بدن ته زيان رسوي، که يوه ناروغي ښه کړي، نو لس نورې زېږوي. خو زموږ سياستوالو لا تراوسه پورې د ټولنې د سياسي ناروغۍ اصلي عاملين نه دي تشخيص کړي او نړيواله ټولنه هم له دومره تجربو سره سره بيا هم د اشتباه له پاسه بله اشتباه کوي. هغه سياستوال، زورواکي او محتکرين زموږ پر ټولنه واکمنوي او ځواکمنوي، چې زموږ ټولنه د همغو له لاسه در په در اوخاورې پر سر شوې ده. که دا جګړه مار، دومره د نبوغ خاوندان واى، نو د خپلو اختلافونو علاج به يې کړى واى، چې ولس يې پرې کباب کباب کړ. د خپلې دې ليکنې د وروستۍ غوټې په توګه يو ځل بيا له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه هيله کوم، چې تېرې ناروغه سياسي څېرې ، د نويو درملو په توګه، نورې زموږ په ټولنه کې ونه کاروي، دا همغه تاريخ تېري درمل دي، چې بيا کارول يې په لسګونو جانبي عوارض او مرضونه زېږوي، نو که نړيواله ټولنه او افغان حکومت اوسمهال، لکه د عامې روغتيا وزارت د ماهرينو په شان، دا تاريخ تېرې درمل، د ښارونو له درملتونو څخه نه شي ټولولاى او نه يې شي سېزلاى، نو لږ تر لږه خو دې دومره وکړي، چې نور امتيازات دې نه ورکوي، سياست ته دې پرېږدي، خو په سياسي او اقتصادي امتياز دې نه سمبالوي، خپل کفايت او خپل ظرفيت ته دې پرېږدي، چې څومره خپل سياسي ژوند او واک غځولاى او تضمينولاى شي. اوسمهال که حکومت او نړيواله ټولنه دا توره هم وکړي، نو زموږ ولس به د شکرانې لمونځونه ادا کړي.
ټول افغان نه په مننه