رويټرز راپور ورکړی دی چې اسرايل د امريکا د متحده ايالاتونو د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې ده.
دغه طرحه چې د قطر او مصر په منځګړتوب پلی کيږي، که حماس يې ومني، نو غزې ته به د بشري مرستو لېږد ممکن شي.
حماس غورځنګ تراوسه طرحه نده منلې، خو ويلي يې دي چې په دې وړانديز به غور وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اوربند له پيل سره سره به ۲۸ اسرايلي برمته شوي، ۱۲۳۶ فلسطيني او دغه راز د ۱۸۰ جسدونه هم حماس ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د غزې د بشپړې نيولو امر ورکړی وو.