سیمهییزې سرچینې وایي، د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره ورځ د قرقين ولسوالۍ په «شورتپې» کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي هم دغه پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه پورې ددغې ځوانې نجلۍ د ځانوژنې انګيزه نه ده روښانه شوې .
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې زیاته شوې، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.