لغمان کې د شاهي کانال ځمکه له غاصیبینو خلاصه شوه

لغمان کې د شاهي کانال ځمکه له غاصیبینو خلاصه شوه


  • 3 کاله دمخه (18/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1127

 

د لغمان په الینګار ولسوالي کې د شاهي کانال په مسیر پرته ۱۰۰ جریبه ځمکه له غاصیبنو خلاصه او جوړې شوې ودانۍ یې د دولت له لوري ونړول شوې.

د لغمان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د الینګار ولسوالي د ولسوال نصیر احمد همت په مشرۍ د یادې ولسوالي د بېلابېلو برخو مسؤولینو او امنیتي ارګانونو د الینګار شاهي کانال برکوټ په سیمه کې  ۱۰۰ جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړې.

شاهي کانال د افغانستان له مهمو او حیاتي پروژو څخه ده، چې شاوخوا دیرش میلیونه ډالره پرې لګښت راځي او د ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبولای شي.