هلمند کې د بُست تصدۍ بېرته خپل فعالیت پيل كړ

هلمند کې د بُست تصدۍ بېرته خپل فعالیت پيل كړ


  • 3 کاله دمخه (26/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 969

 هلمند کې تر څو میاشتو ځنډ وروسته د بُست تصدۍ بېرته خپل فعالیت پیل کړ. د بُست تصدۍ لپاره د طالبانو لوري ټاکل شوي مشر حافظ ارشاد وايي، د دې فابریکې د بېرته فعالیت څخه‌ يې هدف د پنبې کاروبار او کرکېلې ته وده ورکول دي او په وینا یې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي. د بُست تصدۍ د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ کال کې د هغه مهال د دولت له لوري فعاله شوه چې په دې وروستیو کې بیا د د طالبانو د حکومت په راتګ سره بنده شوه. د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، سږ کال د بُست تصدۍ ۲۶۰ افغانۍ بودجه لري چې له بزګرانو به تر څلور زره ټنه پورې خامه پنبه وپېري. هلمندي کرونګر د بُست تصدۍ د بیا فعالېدو اقدام څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې یاد فابریکې ته دې پاملرنه لا زیاته شي.