د ټاپي د ژر پیل خبر ورکړل شوی

د ټاپي د ژر پیل خبر ورکړل شوی


  • 4 مياشتي دمخه (08/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 66

د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون (شنبه) د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د یو شمېر پروژو د چمتووالي په ناسته کې په راتلونکو څو ورځو کې د ټاپي پروژې د کارونو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د ټاپي، نوري فایبر، ټاپ برېښنا او دواړو هېوادونو ترمنځ د پروژو د پیلولو په موخه یې یوه ناسته رابللې وه.
د تکل په وینا، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، ټولګټو چارو، د اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د کانونو او پټرولیم وزارتونو سرپرستانو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د همدې پروژې مشر له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي و، چې په ترکمنستان کې د یادې پروژې کارونه بشپړ شوي او وروسته به يې ‎په افغانستان کې هم کارونه پیل شي.