غزه کې د اسرائیلو د بریدونو دوام

غزه کې د اسرائیلو د بریدونو دوام


  • 3 مياشتي دمخه (07/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 71

فلسطیني چارواکي وایي، چې په غزه کې پر یوه ښوونځي او جومات د اسرائیلو په هوایي برید کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اسرائیل پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د حماس د قوماندې مرکزونه په نښه کړي؛ خو حماس یې ردوي. 

دا بریدنونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسراییل او حماس ترمنځ روانه جګړه یوکلنۍ ته ننوځي او اسرائیل خپل عملیات د لبنان پر لور غځوي. 

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه شااوخوا ۴۲ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۲،۳ میلیونه نور بې ځایه شوي دي.