سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) د کندهار - هرات لويه لار د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په «کمپ مانده» سیمه کې د سېلابونو راوتو له کبله تړل شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، دغه لار نن له غرمې وروسته د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړل شوې، چې له امله یې دواړو خواوو ته په سلګونه مسافر او لارویان بند پاتې دي.
په ورته وخت کې د کندهار د ترافيکو مسؤلين له خلکو او مسافرو غوښتي، ترڅو له اړتیا پرته پر دې لار له تګ-راتګ څخه ډډه وکړي.