د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان خپلې ډلې ته تنکي ځوانان جذب کوي او له وحشي زدکړو سربېره پرې جنسي تيري هم کوي.
نوموړي نن د شپږ نیمو بجو په غونډه کې وویل، چې یو تنکی ځوان یې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې نیولی، چې د نیول شوي کس په وینا دی د یو طالب قومندان له خوا چې په طوفان مشهور دی، دې ډلې ته جذب شوی او بیا ورسره جنسي تیری هم شوی.
صالح دغه راز زیاته کړې، چې رسنیو ته اجازه ورکو،چې یاد کس سره د مرکې له لارې نړیوال له دې خبر کړي، چې طالبان له هغو تنکیو ځوانانو سره چې دوی یې د جهاد په نوم جذبوي څه کوي؟
نوموړي په یاده غونډه کې همدا راز ویلي، چې طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس یواځې په خپلو هدفي وژنو د بې ګنا افغانانو ژوند اخلي.