د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1119

په ډیرې خواشینۍ سره مو دمیرمن بهیر دیوې تکړه غړې لیکوالې او شاعرې سپوږمۍ نوري دمحترم پلار الحاج شیرمحمد نوري دمړینې خبر ترلاسه کړ.


انا لله و انا اليه راجعون
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ګرانې خور سپوږمۍ نوري د دوی دکورنۍ غړو، ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.


د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ