ډاکتر احمدزی: ژر به د دوه نیم سوه ملیون ډالرو په لګښت د پولیسو نوې اکاډیمي جوړه شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بشيرعاطف
  • 1184

 د نړۍ په مفکرينو کې  پېژندل شوى او ګڼل شوى افغان مفکر سياسي او ملي شخصيت ،د نړۍ والوپه ژبه اقتصادي جادوګر،پروفيسور ډاکتر اشرف غني احمدزي څه موده وړاندې له شمشاد نړۍ وال ټلويزيون سره  د افغانستان دبېلابېلو مسايلو په باب يوه مفصله مرکه کړې وه.  د دې مرکې مرکچي بشيرعاطف و.موږ اړينه وبلله چې دغه مرکه له شمشاد تلويزيون نه په مننې په ليکنۍ بڼه  ستاسې مخ ته کېږدو .


لومړى به د دغې مرکې بهير، وروسته به يې د مرکې لنډيز وړاندې کړو .
دغه مرکه له ګړنۍ (تقریري) بڼې ليکنۍ بڼې ته د جملو او فقرو په يوڅه بدلون سره اوښتې. دغه مرکه له شمشاد نړۍ وال تلويزون نه په مننې ستاسې مخ ته ږدو:هيله ده چې تاسې به د دغې مرکې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړئ:
مننه

مرکه :

پ : پروفيسر ډاکتر اشرف غني احمدزى صاحب ترهرڅه وړاندې تاسې ته د ځانګړې مرکې په خپرونه کې هرکلى وايم . مننه کوم چې له خپل ارزښتمن وخته مو موږ ته هم يو څه وخت رابېل کړ .

رابه شو لومړى د واک لېږد پروسې بهير ته چې تاسې يې مشري په غاړه لرئ. د واک لېږد درېيم پړاو تقريباً نيمايي ته رسېدلى او څلورم لا په لاره دى . څومره ډاډه ياست چې د درېيم پړاو په پايله کې به رښتيا هم امنيتي اورګانونه د افغانستان پنځه اويا سلنه خاوره تر خپلې بشپړې امنيتي ولکې لاندې راولي ؟

ځ :  زه هم په خپل وار له تاسې او ستاسې له لارې د ټلويزيون له ډېرو درنو ليدونکو نه مننه کوم . راځم ستاسې د پوښتنې ځواب ته. ترهرڅه وړاندې بايد موخه څرګنده شي . يعنى څه؟  موخه دا ده چې ملي حاکميت بايد په بشپړه توګه خوندي شي. زموږ په شرايطو کې دا وخت غواړي. کله چې ولسمشر د دغې پروسې په باب پرېکړه وکړه او بيا يې له مانه د دغې پروسې د پرمخ بيولو غوښتنه وکړه، نو خداى شته هغه مهال شک او ترديد ډېر زيات و. خو لومړي دوه پړاوونه مو د خداى ج په مرسته، د ولس په ملاتړ او امنيتي ځواکونو په مېړانه او حرکت په ښه ډول پاى ته ورسول. د درېيم او څلورم پړاو په برخه کې يو څه ستونزې موجود وې . ددې پړاو برياليتوب اوسمهال يوازې او يوازې په امنيتي ځواکونو پورې تړاو نه لري . دامهال زموږ ځواکونه  دوسايلو ، وسايطو او تجهيزاتو له مخې پوره غښتلي او پياوړي شوي ، خو زموږ ځواکونه بايد په رښتيا هم په بشپړه توګه ملي او مسلکي شي ، چې دابرخه يوڅه تته او کمزورې ده .  له بلې خوا دغه کار يوازې په امنيت نه کېږي . موږ ثبات او ټيکاو ته اړتيا لرو . ولس بايد پر ثبات وپوهېږي ، چې ثبات يعنى څه ؟   ثبات داسلامي فلسفې  پربنسټ له سياست ، حکومتوالۍ ، عدالت ، اقتصاد  او امنيت څخه عبارت دى .

پ : ډاکتر صاحب  طبعي خبره ده ، چې دغه مسايل يو له بله په تېره امنيت سره تړلي دي ، خو که عمومي وضعه همداسې دوام ومومي . بهرني ځواکونه هم په ټاکلي مهال له هېواده ووځي . اوسمهال له زياترو اړخونو آن له تاسې سره ، چې په ځينو ويناو کې مو نغوته ورته شوې ددې پروسې په اړه شک او ترديد شته . نو ګومان نه کوئ ، چې په شکونو او ترديدونو باندې اتکاء به ديوې عملي پروسې پر وړاندې ستونزې زياتې کړي . په داسې حال کې ، چې ددغې پروسې پروتوکول هم لاسليک شوى دى ؟

ځ : موږ بايد ځينې اړخونه بايد سره تفکيک کړو. دافغانستان ولس ، دولت او نړۍ واله ټولنه ټول انتقال غواړي . دايوه فريضه ده .

پ : يعنې دا  دتاريخ يو جبر دى ؟

ځ : که انتقال په يوه ورځ يا شپږو مياشتو کې شوى واى دابه يوازې جبري برخه واى . دجبر او اختيار ترمنځ يو تعادل او تله په کار ده . جبر يې دادى ، چې هم يې ولس غواړي او هم يې دنيا . اختيار يې په دې کې دى ، چې موږ ته لا دوه کاله پاتې دي . که موږ له امکاناتو او وخت نه ګټه اخلو  زياتره خلک دامکاناتو په برخه کې منفي تبصرې کوي . له بده مرغه چې دوى زموږ قول اردو ګانو ته نه دي تللي . زما وړانديز داسې اشخاصو ته دادى ، چې دوى دې زما سره يوځل قول اردو ګانو ته لاړ شي . وبه ويني ، وابه وري  که يې برداشت او نظر هماغسې پاتې شو او خبره زړه په زړه وه نو بيا ديو بدلو ن پر لار بايد فکر وکړو . په دې برخه کې تاسې ته يوه ژوندۍ بېلګه وړاندې کوم . يو مهال دولسي جرګې غړي قوماندان جبار قهرمان په ګډون يوشمېر نورو وکيلانو او مخورو شخصيتونو له ماسره هلمند ته سفر وکړ . هلته يې له نږدې قول اردو وليده . سمدستي يې نظر مثبت څرګند کړ او ويې ويل : دا اردو له هوايي ځواکه پرته د ډاکتر نجيب ددور له ټولې اردو نه مجهز دى . دومره امکانات چې اوسمهال يوازې دهلمند ولايت له اردو سره شته ، هغه مهال له ټول   اردو سره نه وو . اوس نو ددې مديريت او مشرتوب زموږ داخلي دنده ګڼله کېږي . په دې برخه کې دنړۍ والې ټولنې دمرستې ژمنه له موږ سره شته . بل که داپروسه د ډاکتر نجيب ددور له پروسې سره پرتله کوئ  ، نو دا له هغه سره جوت توپير لري . لومړۍ تر هرڅه وړاندې زموږ ولس بيا مهاجرت نه غواړي  . خپل هېواد ته ژمن دى . نه غواړي چې پرديو ملکونو ته لاړ شي  او خيرو خيرات ته کېني  او نه څوک زموږ ولس نور دمهاجر په توګه مني . نو دا بايد هم ومنو چې افغانستان زموږ هم کور دى او هم ګور . داکور بايد جوړ کړو .

دويم  نړۍ والې ټولنې دامنلي او درس يې اخستى ، چې افغانستان به يوازې نه پرېږدي . دکابل ، شيکاګو او توکيو کنفرانسونو جوړېدل له افغانستان سره دنړۍ والې ټولنې دمرستې دژمنتيا يو څرګند ثبوت دى . نو موږ بايد له دې امکاناتو نه ګټه واخلو . درېيمه بنسټيزه خبره داده چې ددې دوو کلونو په ترڅ کې بايد په دولت کې پوره بدلون او سمون راشي . امنيت دثبات مرستندوى دى.

پ : ډاکتر صاحب شک دعسکرو په ځواکمنتيا او سرښندنې کې نه شته ، خبر ه په مديريت کې ده . ايا موږ داسې يو مديريت لرو چې پر هغه دامنيت دټينګښت په برخه کې حساب وکړو ؟

ځ : دغونډ ، لواء او قول اردو په کچه زموږ په امنيتي ارګانونو کې زښت زيات مثبت بدلون راغلى دى . دغه بدلون تاسې دافغانستان په يو شمېر سيمو کې په ښکاره توګه ليدلاى شئ . په لومړيو کې کله چې دغه پروسه پيل شوه ، نو پر وړاندې يې شک  و ترديد خورا زيات و . خو کله چې دويم پړاو پيل شو . ولس راپاڅېد او له خپلو قول اردو ګانو يې مننه وکړه . دلته شک په يقين او مننه واوښت . د قول اردو ګانو او ملي دفاع وزارت ترمنځ هم يو پر بل نيوکې وې . دا نيوکې سالمې وې . دبېلګې په توګه يوه نيوکه دا کېده چې دملي دفاع وزارت زياتره رئيسان ولاياتو ته نه ځي . دغه نيوکه په رښتيا وه  . نو مثبته او دسمون په خاطر وه .  که دپوځ ، پوليسو او ملي امنيت ترمنځ همغږي نه وي  او يا زموږ دغه برخې ملي نه شي  . ترفېعات مو پر قومي جوړښت وي ، روابط پر ضوابطو برلاسي وي . نو بيا به دغه ځواکونه ملي نه  قومي او آن قبيلوي اړخونه پالي ، چې اوسمهال هم دغه ډول ستونزې شته .

پ : ښه نو ډاکتر صاحب دغه او دې ته ورته ستونزې لکه در واخلې په تشکيلاتو کې  يو دبل په دندو کې مداخله ، يو په بل ناباوري وي ، همغږي موجوده نه وي . نو که څه هم ځواک به وي ،خو ددغه ځواک دسالمې ادارې لپاره که مديريت نه وي بيا به څه کېږي ؟

ځ : ولس او دولت بايد په بنسټيز ډول پرېکړه وکړي ، چې هدفمند حرکت څه ډول او کوم دى ؟ دا ستونزې دځواکونو دلمنځه وړلو لامل نه شي کېدلى . دا ستونزې په دې کچه نه دي چې زموږ ځواکونه ترې وتى نه شي. په دې برخه کې ښه والى او اغېزمنتيا شته . زه په دې باب له ولسمشر او وزير صاحبانو سره په بشپړه توګه غږېدلى يم . خو يو لامل چې له مخې يې دواک لېږد پروسه يو ملي حيثيت لري . هغه دادى چې ددې پروسې په بهير کې زه پردې وتوانېدم چې ټولو ولاياتو ته لاړ شم . په دغو سفرونو کې ما وکولاى شول چې له خپلو  امنيتي ارګانونو او ولس سره په کتو کې ددوى نظر واخلم او هم خپل نظر له دوى سره شريک کړم دې برخې دولس او حکومت ترمنځ يو تړاو رامنځته کړ . که موږ دانتقال بهير ته وګورو  نو په هغو سيمو چې دغه پروسه پيل شوې هلته يا وضعه تر پخوا لا بهتره شوې او يا په پخواني حال پاتې ده . له هغو سيمو نه چې بې شمېره بهرني ځواکونه وتي دي او ځاى يې زموږ ځواکونو نيولى دى . زموږ ځواکونه پر دې بريالي شوي ، چې وضعه وساتي . له دې ښکاري چې زموږ ځواکونه په کيفي لحاظ بهتر شوي دي .

پ : په کابل کې ډېر ځله داسې پېښې رامنځته شوي ، چې افغان ځواکونو يې  دکنترول وس نه لاره . اړتيا بهرنيو ځواکونو ته وليدل شوه ؟

ځ : پر کابل زرګونه بريدونه پلان شوي . ددغو بريدونو دمخنيوي په اړه زموږ کار پوهان او ولس ناخبره دى  . طبعي خبره ده چې ددغو بريدونو مخنيوى زموږ ځواکونو کړى . اوسمهال شېبه په شېبه زموږ په ځواکونو کې مثبت بدلون راځي . په بشپړه توګه په يوه ورځ په کيفي لحاظ بدلون نه شي راتلاى . زما عرض دادى : هرهغه څه چې مثبتې پايلې لري او مثبت حرکت وي . پرهغه بايد ووياړو . او هلته چې سمون ته اړتيا ده نو بايد دبايد خبره وکړو . ځکه دنيا نه درېږي . زما په حرکت کې دى . ودرېږي نه . ملت او ولسونه هم په حرکت کې دي . شرايط بدلېږي . نو خپل ملت او هغوى ته چې موږ ته په ښه سترګه نه ګوري . زموږ دځواکونو ځواکمنتيا بايد څرګنده شي  او دا ورته په ډاګه شي ، چې زموږ ځواکونه نه ماتېږي .

پ : ډاکتر صاحب يوشمېر هېوادونه زموږ دپوليسو په روزنه اخته دي . داسې نظريات هم شته دى ، چې دځينو هېوادونو روزنيز تکتيکونه او چوکاټونه زموږ له بنسټونو سره توپير لري . زموږ پوليس او اردو پر همدې بنسټ په يو چوکاټ کې نه روزل کېږي . دلته د ناهمغږۍ ستونزه هم رامنځته کېږي . دې مسئلې ته تاسې په کوم نظر ګورئ ؟

ځ : تر دوه کلونو وړاندې دا خبرې سمې وې . هر هېواد به زموږ پوليس په خپل چوکاټ کې روزه  ، چې دغه کار منفي اغېز لاره . پوليس داردو په پرتله کلونه په شا تګ کړى . دا ځکه زموږ او نړۍ والې ټولنې ترمنځ په دې برخه کې سم انسجام نه و . خو اوس د پوليس د روزنې چوکاټ په ټول افغانستان کې يو دى . زه پر ټولو دغو مرکزونو ګرځېدلى يم . دا ټول اوسمهال اصلاح او سمون کې دي . خو اصلي ستونزه داده چې پوليس دقانون دتطبيق لپاره روزل کېږي . خو ددوى شپېته سلنه کار اوس په سيمه ييز جنګ کې ترسره کېږي . ددې پر وړاندې ملي اردو په ثابتو ځايونو کې ده او څلوېښت سلنه دپوليسو دنده ترسره کوي . نور بايد دپوليسو او اردو ترمنځ وظيفوي  تفکيک رامنځته شي او يو تر بله همغږي ولري . ددندو دتفکيک په برخه کې موږ اوس په هغو شرايطو کې يو چې دې ته اړ يو ، چې څو دندې ترسره کړو . دا ستونزه لا پرځاى پرته ده . دا ستونزه دجنګ او نا امنۍ زېږنده ده . خو په کار دادي چې ورسره مقابله وشي .

پ : ډاکتر صاحب غوره به نه وه چې زموږ پوليس په يوې اکاډمۍ کې په نړۍ واله کچه دوتليو استادانو تر روزنې لاندې پر يو تعليمي نصاب روزل شوى واى ؟

ځ : زه دافغانستان پر زياترو روزنيزو مرکزونو ګرځېدلى يم . ښوونيز نصاب دټولو يو دى. ملي اکاډمي به په راتلونکو څو مياشتو کې په قرغه کې تر اوچتو امکاناتو لاندې پيل شي . ددې اکاډمۍ لګښت ته دوه سوه پنځوس ميلونه ډالر بېل شوي دي. د نصاب په برخه کې ويلى شم ، چې ډېر اوچت نصاب لري . اوس راځو داردو برخې ته . داردو په برخه کې دا منل شوې ، چې داردو نظام به دناټو پر بنسټونو ولاړ وي . هغه هېواد وال چې په پخواني بل ډول نظام روزل شوي وو .دهغوى لپاره به ستونزې وي . خو نوي نسل ځان دنوي نظام سره برابر کړى . ځيني لا هم ستونزې لري . اوسمهال په دې نوي نسل کې په لوړو رتبوکسان ټولنې ته وړاندې شوي .

پ : ډاکتر صاحب اوس راځو دسولې بهير ته . ددغې پرسې دکاميابۍ چانس څنګه دى ،  زموږ قطعات شته چې دغه بهير  بريالى کړي ، که خداى مه کړه دغه پروسه له ناکامۍ سره مخ شي ،نو منفي اغېز به يې زموږ پر وسله والو ځواکونو څنګه وي ؟

ځ : موږ بايد دا ومنو چې سوله او جنګ دواړه ځانته قېمتونه لري . دجنګ او سولې پر قېمت بايد وغږېږو. دجنګ قېمت دادى چې نن په هر ولايت کې داسې ورځ نه شته چې ملي اردو او ملي پوليس  شهيدان ورنه کړي . پوليس او اردو رضاکاره دي . بل لورته ملکي تلفات دي چې بار بار پرې غږېدلي يو . که دا ټول سره وڅېړو نو دې ټولنې دجنګ لوى قېمت پرې کړى دى . دسولې بهير قېمت پرې کولو ته تر هرڅه وړاندې بايد د افغانستان سياسي قشر حاضر شي . ځکه هغه هېوادونه چې په اوږده جنګ کې ښکېل وي . کله يې وسله وکارېږي او يو دولت دوسلې دکارونې انحصار ونه لري . هغه د جنګ تعريف وړاندې کوي .  په دې حالت کې جنګ څنګه په سوله بدلېږي ؟ ځواب يې دادى ، چې ټول خلک په يو بنسټيز چوکاټ کې سره راټول شي . که موږ ديو ژوندي ملت په توګه دسولې دقېمت څرګندولو په باب پرېکړه ونه کړو نو پايلې ته نه رسو . په دې باب باندې خبرې روانې دي . خو ترڅنګ يې اندېښنې هم شته . دسولې چوکاټ يو سياسي چوکاټ دى . هغه خلک چې وسله لري ، هغوى ځان په يو سياسي بهير او يا سياسي غورځنګ کې ور ګډوي . دوى اصولو ته راځي . موږ بايد په دې برخه کې کار وکړو ، چې يوې رڼې پايلې ته ورسو .

پ : دسولې بهير خو له ډېر وخته راپدېخوا پيل شوى ، په دې برخه کې ستاسې له نظره دکومو اقداماتو اړتيا ښکاري . چې عملي پايلې ته ورسو ؟

ځ : عملي پايله ديوې ولسي ملکي جرګې په  جوړښت کې نغښتې نو دهېواد مخور شخصيتونه ، ولسي او سياسي مشران ، علماء او سياسي بنسټونه ، مدني ټولنې په بنسټيزه توګه دهېواد ستونزې او امکانات دواړه وسنجوي . له سولې نه بايد دفوټبال توپ جوړ نه شي. دافغانستان خلک دې پايلې ته رسېدلي چې د زور واکۍ له لارې ثبات او ټيکاو ته نه رسي . که پايله مو همدا وي نو په کار دادي چې ددې پايلې دڅرګندولو او روښانولو لپاره يو ملي بحث پيل کړو . په دې توګه موږ باي ديوې ټولنې په توګه ، نه يو دفرد په توګه ددې ملي بحث لپاره راټول شو . زه دهېواد پر هر وګړي غږ کوم چې په هېواد کې د ټيکاو او ثبات لپاره سياسي بحث ته ننوځي . او د ولسي ملي جرګې ، چې دهېواد دستونزو حل او ټيکاو ته لار مومي ملاتړ وکړي .

 پ : يعنې دسولې لپاره بايد په ټول افغانستان کې يو واحد نظر پيدا شي ؟

ځ : هو  ديو واحد نظر درامنځته کېدو له لارې موږ دسولې بهير پياوړى کولى شو . ما له ١٩٩٠ نه تر ٢٠٠٤ کاله پورې دسولې لپاره چې کوم تړونونه اوپرېکړې په هېوادنۍ او بهرنۍ کچه شوې وې ټولې راټولې او سره ومې څېړلې . طبقه بندي مې کړې او بيا مې پرې يوه مفصله ليکنه وکړه . دسولې بحث بايد ټولې خواوې ديو ملي بحث په توګه ومني . خو تر دامهال دغه بحث ملي رنګ او بڼه نه لري .دغه بحث يوازې دکمېسون په دېوالونو کې را ايسار دى .
کمېسونونه طبعي خبره ده چې په نسبي ډول ګټور دي او يا نه دي . خو دا بحث يو ولسي او ملي بحث دى . دبهرنيانو نظر هم نن بدل شوى او دې پايلې ته رسېدلي چې هر وګړى دسولې بحث ته اړتيا لري . له ښه مرغه دوى نن دسولې دمنلو لپاره دولسمشر او دولت نظرونه منلي . پخوا دا پوهه نه وه ، نظر داو چې دا مسئله دزور له لارې حل کېداى شي او يا په زور کلي کېږي . دوى په زور کلى کاوه . خو نن بايد پردې فکر يو بنسټيز چوکاټ جوړ کړو ، چې په راتلونکي کې څنګه يو مشروع ځواک رامنځته کېدى شي او بيا ترې مشروع ګټه اخستل کېدى شي  . پر همدې بنسټ موږ څنګه کولاى شو ، چې يو مشروع سياست رامنځته کړو .

پ : ډاکتر صاحب ستاسې دنظر په رڼا کې سړى دې پايلې ته رسي چې دسولې نننۍ پروسه  له شتو امکاناتو سره نه شي کولاى  ، چې په رښتيني توګه سوله رامنځته کړي . په داسې حال کې چې موږ پر سولې باندې ولاړ يو . خو تر دوه زره څوارلسم کاله پورې دغه پاتې کلونه به رانه د سترګو په رپ کې تېر شي . که دا پروسه همداسې روانه وي او تر څنګ يې زموږ دپوځ وضعيت هم دا ډول وي . تر دې چې تاسې هم په ځينو برخو کې پوره ډاډ نه لرئ . نو تاسې د ٢٠١٤ کال تصوير څه ډول وړاندې کولاى شئ .

ځ : زما خو تر هرڅه وړاندې دنده داده چې ستونزې تحليل کړم او له مقاماتو سره يې حل شريک کړم . زما زړه ديو افغان زړه دى . په دې يقين لرم چې موږ په ٢٠١٤ کال کې ديو ملي پايښت له ازموينې وځو.
په کوم دليل ؟ په دې دليل چې موږ يو ملت يو او هر ځل چې يو مسئله په ملي مسئلې اوښتې نو داملت يې له ازموينې وتى دى .
له دې پرته نور موږ بله چاره نه لرو .

پ : ډاکتر صاحب د وخت پر ګومان باندې تکاء او بيا دا اعتماد لرئ چې له دې ازموينې به ووځو . دابه څنګه وي ؟

ځ : زما استنادپردې دى چې ولس له ترخو تجربو درس اخستى . دافغانستان ولس نن هغه ولس نه دى چې  داود خان او يا کمونستانو پرې کودتا وکړه . دافغانستان ولس بنيادي ثبات غواړي نو په ولس کې کومه ستونزه نه وينم . نړۍ واله ټولنه د ١٩٩٠ يم کال نړۍ واله ټولنه نه ده . ځکه دوى دې پايلې ته رسېدلي چې که افغانستان دتېر په څېر بيا دګډوډۍ په منګولو کې ښکېل شو ،نو ددوى پر ګټو هم اغېز ښندي . دغه مسئله پر احساساتو نه ددوى پر ګټو ولاړه ده . نو ددې چوکاټ دغښتلتيا لپاره هغه کومې ژمنې چې زموږ د ځواکونود روزنې او ځواکمنتيا لپاره شوي دي هغه بنسټيزې دي . راځو بنسټيزې مسئلې ته . بنسټيزه مسئله دافغانستان په سياسي قشر پورې اړوند ده ،خو سياسي شخصيتونو او سياسي بنسټونو له بده مرغه  خپل ملي رسالت نه دى ترسره کړى.

پ : ډاکتر صاحب اصلي مسئله همدغه ده چې اوسمهال پردې ملت په بېلابېلو سيمو کې دبېلابېلو اشخاصو راج چلېږي . ولس محکوم ، مظلوم او بې برخې پاتې شوى  خو واک يې په دولت او مخالف لوري کې دهغه چا په لاس کې دى چې خپل مسووليت او رسالت يې نه دى پېژندلى . په دې به څنګه اتکاء او باور وکړو چې ملت به خپل واک ته ورسي ؟

ځ:دا بايد ومنو چې   ٢٠١٤ کال ديو مثبت بدلون کال نه دى . خو دچپه کېدو کال هم نه دى . ترمنځ يې يو تعادل په کار دى . زما نظر دواک دلېږد تر بهيره ستاسې په څېر په منفي اړ خ ولاړ و . خو کله چې دواک لېږد پروسې ته راغلم دافغانستان په ټولو سيمو کې دپوځ ، پوليسو او ملي امنيت پر ادارو او خلکو وګرځېدم . نو منفي نظر مې مثبت شو . خو بيا هم دا يو مطلق مثبت نظر نه دى .

پ : ډاکتر صاحب که دملت پر روحيې باندې محاسبه وي ، نو په دې کې هېڅ ترديد نه شته . خو په دې ملک کې داسې پېښې هم رامنځته شوي ، چې دواقيعتونه پر بنسټ دخلکو رايې لاندې باندې شوې . دخلکو اراده هم زخمي شوه  . نو بيا څنګه کېداى شي ، چې ډاډ ولرو ؟

ځ : خبره داده چې  ٢٠١٤ کال دافغانستان دملي پايښت کال دى . زه دتاريخ دمطالعاتو پر بنسټ دې پايلې ته رسېدلى يم چې دافغانستان سياسي قشر يوازې مطرح نه دى . بلکې ولس مطرح دى . داچې زه له تاسې سره ديو هراړخيز ملي بحث لپاره وړانديز کوم . دليل دادى چې يوازې پر باور بايد اتکاء ونه شي . بې باوري بايد په يقين بدله شي او دا کار هغه مهال کېداى شي ، چې دولس دباوراو اعتماد وړ وګرځو . ددې کار لپاره همدا دوه کلونه يو ښه طلايي فرصت ګڼلى شو .دغه دوه کاله د ٢٠١٤ کال لپاره د جوړېدو يو پل ګڼل کېدى شي . که په دې دوه کلونو کې اصلاحات رامنځته نه شي . دا ولس بالاخره بيا خپل غږ پورته کوي . بله خبره يې سياسي قشر ته متوجه ده .دوى ډېرې لوبې کړي دي . خو ددوى پايښت دوطن په پايښت کې نغښتى . يوه برخه چې په نورو هېوادونو کې شته او جايدادونه لري . هغوى به لاړ شي . خو  ٩٩،٩٩  سلنه خلک له افغانستان بل چېرته تللى نه شي او له دغه هېواده پرته ګوزاره هم نه شي کولى . نو دغه شمېر ديو مثبت بدلون درامنځته کېدو لامل ګرځي .

پ : له دې ملته ديوې ورځې د رامنځته کېدو لپاره دکوم ولسي انقلاب تمه لرئ که څنګه ؟

ځ : زما غوښتنه او هيله له دې ملته ديو ملي او هېوادني بحث ده . تاسې په همدې تېرو کې  دوو ملي جرګو ته لږ تم شئ . دانتقالي حکومت د رامنځته کېدو او بله داساسي قانون جرګه ښيم . دغو جرګو دملي او هر اړخيز بحث لپاره ښايسته فضاء لرله . پر دغو جرګو تر لس پنځلس ميلونو زيات ډالر ونه لګېدل . خو پر ټاکنو مو شاوخوا يو ميليار ډالر ولګېده ، پايلې يې هم له لانجو ډکې وې .

پ : خو دجرګو جوړښت اوپرېکړه داساسي قانون پر بنسټ ددولت کار دى ، قانوني چوکاټ يې ورته جوړ کړى ؟

ځ : نه ، يوه هغه جرګه ده چې دولت يې رامنځته کوي  او يوه ولسي يا ملي جرګه ده . تاسې وګورئ داساسي قانون  او دانتقالي  ادارې  درامنځته کېدو جرګې ولسمشر نه دي رامنځته کړي . بلکې مشورتي جرګې يې جوړې کړي دي . جرګه زموږ افغاني دود دى . هېڅوک ديوې جرګې دجوړېدو مخنيوى نه شي کولاى . نو پر همدې بنسټ  زه پر افغان ولس غږ کوم چې داندېښنو دلرې کولو او سياسي ستونزو ته دحل لارې موندلو لپاره ديوې ولسي ملي جرګې پر ټغر راټول شئ . پر ملي مسايلو ملي بحث وکړئ . دملي بحث لپاره جرګه زموږ ښه دود دى  .

په  ٢٠١٤  کې يوازې دامنيت خبره نه ده . اقتصادي ستونزې او د رڼو ټاکنو ترسره کېدا مو هم  مخکې پرته ده .

پ : ډاکتر صاحب دهېواد دغه مات ګوډ اقتصاد او مشروطې مرستې چې هغه هم دبهرنيو هېوادونو دوينا پر بنسټ چلنج کېږي او هغه هم دافغان حکومت له خوا بهرنيانو ته چلنج ، چې دمرستو برخليک ټاکي نو ٢٠١٤ کال به دافغانستان لپاره په اقتصادي برخه کې څه ډول کار وي ؟

ځ : که په همدې حالت روان اوسو  نو ٢٠١٤ کال سخت کال دى . که ددې دوو کلونو په بهير کې ځينې بنسټيزې پرېکړې وشي .هغه داچې لومړيتوبونه بايد څرګند او وټاکل شي نو انشاء الله موږ دلسو کلونو په بهير کې څه ناڅه پر پښو ودرېداى شو .

پ : دغه نهه ويشت پروژې چې ديو هدف په بڼه دتوکيو کنفرانس ته وړاندې شوې او هغه دى مرستې يې راجلب کړې  نو دغه پروژې دهېواد داقتصاد دپياوړتيا په برخه کې څومره ډاډمنې ښکاري ؟

ځ : زه له وزير صاحبانو بښنه غواړم . خو دغه پروژې لا بشپړې شوي  نه دي . دا لا په هوا کې ګرځي . دا تکراري دي . بنيادي فکر په کار دى . دبېلګې په توګه داسې کومه محاسبه رامنځته شوې ده چې دافغانستان ديو ولايت برخه دعوايدو په زياتېدو کې څرګنده او مشخصه کړي . تر دامهال دافغانستان داسې کومه برخه نه ده پاتې چې دبرېښنا له کمښت او نه شتونه شکايت ونه کړي . نو پوښتنه را ولاړېږي چې دبرېښنا وزارت په بنسټيز ډول څه کوي . همداسې پسې کرنې او مالدارۍ وزارت ته ګورئ . دکابل له کنفرانس را وروسته دکرنې او اوبو لګولو کې څه بنيادي تغيير راغلى دى ؟ په سلګونه سلاکاران يوازې کاغذونو تورولو ته ناست دي او بس . که غواړئ چې د ٢٠١٤ کال پياوړى کړو نو له بهرنيو کاغذ ليکلو بايد ووځو له سلګونو بهرنيانو نه لس داسې بهرنيان چې په کار راشي بس پر دې فکر په کار دى او دې پايلې ته بايد ورسېږو چې موږ څنګه کولاى شو چې په خپله ځانته يو مړۍ ډوډۍ پيدا کړو . بله داچې زموږ هېواد په وچې پورې تړلى دى. که خداى مه کړه چې احتمالات يې هم زيات دي . له دوو خواوونه پر موږ سرحدونه وتړل شي . دخوراکي ، ساختماني او نفتي موادو قېمت به داسمان شنو ته ورسي . ترهرڅه وړاندې بايد اوس موږ له ترکمنستان سره بنسټيزې اقتصادي اړيکې ټينګې کړو . ځکه زموږ دخوراکي ، ساختماني او نفتي موادو راوړل په دې لارې پورې تړلي دي . هغوى پانګونه کوي . دغه هېواد موږته حياتي ارزښت لري . هيله مو داده چې له پاکستان او ايران دواړو سره په دې برخه کې اقتصادي او سوداګريزې اړيکي ولرو .

پ : ډاکتر صاحب تاسې مخکې ورته اشاره وکه چې زموږ ترانزيټي لارې له دوو هېوادونو سره تړلي دي . کله کله په دې برخه کې جدي ستونزې هم رامنځته کېږي . په دې وروستيو کې موږ ته دستونزو دجوړولو لپاره ددغو هېوادونو ترمنځ همغږي هم ښکاري خو موږ لا هم دغو هېوادونو ته  په قراردادونو او تړونونو پسې روان يو . ستاسې له نظره ولې په نورو بديلو لارو فکر نه کېږي ؟

ځ :  دافغانستان  داقتصاد درک او پرې پوهېدنه ستونزمن کار دى . ځکه په نړۍ واله کچه په وچې پورې تړلو هېوادونو باندې ډېر کم فکر شوى او کېږي . موږ له فکره پرته ډېر شيان وارد کړي خو بنسټيز شى فکر دى . بل دوزارتونو ترمنځ کاري تداخل او وضاحت نه شته . که غواړئ چې يو شى ودروئ  ډېر ژر درول کېږي . ځکه بحث دلته زغم غواړي او زغم تيارى غواړي او دغه کار دمسلکي کادر په رامنځته کېدو پورې اړه لري چې دده په واسطه وکولاى شو له دنيا سره په ژبه پوه شو او دباور فضاء رامنځته شي . خو مسلکي کار غير مسلکي کوو . که څه هم په دنيا کې ټول وزارتونه سياسي دي خو تر څنګ يې مسلکي کادرونه شته . له بده مرغه زموږ په هېواد کې اړيکې پر ضوابطو برلاسې دي .

پ :  ستونزه هم همدلته ده . يوه پروژه ديوې ادارې يا وزارت له خوا وړاندې شي خو دبل وزارت يا ادارې له خوا هغه چلنجېږي ، چې په پايله کې هغه پروژه له ترسره کېدو پاتې کېږي . نو داستونزه بايد څوک حل کړي . سره له دې چې موږ دلته ددولت په کچه يوه اقتصادي کومېټه لري، چې په هغې کې دولسمشر مرستيال او دمهمو وزارتونو وزيران شامل دي ؟

ځ : تر هرڅه وړاندې بايد هدف څرګند شي . يوه ټولنه په تېره دولت  که هدف ونه لري وسيله باندې يې فکر نه شي کېدلاى . وزارتونه ، رياستونه  هدف نه وسيلې دي . دبېلګې په توګه دسرک اوسط ارزښت اته سوه پنځوس زره ډالره دى . لږ تر لږه څلوېښت زره کيلو متره سرک ته اړتيا لرو چې لګښت يې څلور دېرش ميليارده ډالره کېږي . دا لګښت څوک راکوي ؟ دسرک قېمت په ځينو بنيادي اقداماتو کې په اتلس مياشتو کې پر دوه سوه زره ډالرو ټيټېداى شي . له هغه وروسته په درېو کلونو کې دغه ارزښت يو سلو پنځوس زره ډالرو ته راځي . دغه مسئله اوس ديو فکر په واسطه حل مومي .

پ : ډاکتر صاحب فکر نه کوئ چې دپلان جوړونې په برخه  کې ديوې واحدې ادارې نه شتون ستونزې جوړوي ؟

 ځ : ټول هغه هېوادونه لکه موږ او يا چې دېرش يا څلوېښت کاله پرې بې وزلي تېره شوې وي . په مطلق ډول له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي . دغه حالات يوه پنجره ده او دا پنجره مشرانو په خپله ځانته جوړه کړې . که غواړو چې له دې پنجرې ووځو نو ددغو بريدونو ماتول په کار دي  او په دې برخه کې يوه واحده پرېکړه په کار ده . دا مسئله په هغې کابينې پورې تړاو لري چې دبحث زغم په کې وي  او په رښتيني توګه مسايل وڅېړي .  هره اونۍ بيا پرېکړو څارنه وکړي . دبېلګې په توګه زياتره ولايتونه دا شکايت لري چې له دوى سره دمور او ميرې سلوک کېږي . خو کابل اصيل زوى او لور نه لري. له ټولو سره همدا يو سلوک او چلند کېږي . زما له نظره شپېته سلنه ستونزې دکاري تداخل له نه شتونه را پيدا کېږي او اويا سلنه ستونزې دټولو ولايتونو ورته دي . دغه ستونزې يوازې په يوه اصولي ملي چوکاټ کې حل کېداى شي . کله چې په دې چوکاټ کې ستونزې حل شي . نو مثبت حرکت رامنځته کېږي .

پ : ډاکتر صاحب تاسې دماليې وزير په توګه پاتې شوي ياست . اوس که څه هم په يو بل مهم پوست کې کار کوئ . څومره چې ښکاري په دې هېواد کې توليدي سکتور ته کار نه کېږي . موږ يو مصرفي هېواد پاتې يو .هغه وړې فابريکې چې لرو . هغه هم له ستونزو سره مخ دي او نورې له منځه ځي . دا څه ډول عمل بولئ ؟

ځ : په دې برخه کې اصلي ستونزه په داخلي او نړۍ والو قراردادونو کې ده . ځکه دا قراردادونه په دومره پراخه کچه راغلل چې وړاندې هيڅ نه وو . خلک ديوه کال په موده کې مليونران او ميلياردان شول . تاسې دا دزمکو ارزښت وګورئ . په کابل کې يوه بسوه زمکه له اويا تر يوسلو څلوېښت زرو ډالر ورسېده . خو دلوګر يو جريب زمکه چې دکال يو فسل کوي شل زره ډالرو ته رسېدلې. دا دپرمختګ علامه نه ده . دا دبېرته پاتې کېدو نښه ده . اوس ټولې پيسې پر زمکو ، جايدادونواو ودونو لګول کېږي .تر دې چې ځينې ودونه دميليونونو ډالرو په ارزښت په بهرنيو هېوادونو، په تېره په دوبۍ کې جوړېږي . موږ په مصرفي ځکه  اوښتي يو چې قراردادونه دارتباطاتو او اړيکو پر بنسټ شوي دي . تاسې همدارنګه معاشونه وګورئ . يو افغان چې له پاکستان ، ايران ، هندوستان  نه وتلى دلته په داخل کې اوسمهال دده ډالري معاش وګورئ . بيا يې په همدې بهرنيو هېوادونو کې د ټولګي والو معاشونه وګوري، چې څومره توپير لري . دغه حالت دوام نه شي کولى . تاسې وګورئ دملګرو ملتونو په دفترونو کې شپږ سوه پنځوس تنه چې په ولاياتو کې  وو له  دندې لرې شول .  پنځه اتيا يې بهرنيان دي . نور ټول داخليان دي .  دوه کاله مخکې بازار دهغه چا و چې کار يې غوښت . که يو چا ماستري او دوکتورا لرله په اسانه ورته معاش پيداکېده . خو اوس تاسې وګورئ څوک چې ماستري او دوکتورا لري شپږ مياشتې کار پسې ګرځي . دغه علايم پاملرنه غواړي . دغه مسئله په دولت کې بنيادي بدلون او اصلاحاتو ته اړتيا لري . زموږ اداري سيستم زوړ دى .  ولسمشر په خپله ويلي دي چې دغه سيستم پيوندي پوستين ته ورته دى . هر سړى راغلى او پر پوستين يې يو پيوند لګولى . که سينګاپور او ماليزيا ته وګورو شاوخوا پنځوس کاله وړاندې موږ ته ورته وو.

پ : يوه خبره ډاکتر صاحب داده چې بهرنيانو ته دقناعت ورکولو داسې اراده نه شته چې توليدي سکتور مو پياوړى شي . دليل دا راوړي چې چارواکي وايي بهرنيان يې راسره نه مني . موږ اړيو چې ددوى له خوښي سره سم وچلېږو ؟

ځ : راځئ چې لږ واقعيت ته لاړ شو . سرکونه مو جوړکړل . چا يې مخنيوى وکړ . ولې زموږ بوديجه نن نه مصرفېږي . داوبو او برېښنا وزارت ولې پردې بريالى نه شو چې خپله بوديجه ولګوي . زما دوزارت پرمهال پنځه سوه ميلونه ډالر دوى ته پاتې شول . ايا دوى پر دې بريالي شول  چې موم نوى بند جوړ کړي !؟  ايا داسلګونه مشاورين   چې دکرنې په وزارت کې ناست دي  دوى څه کوي ؟ دوه کاله وړاندې زه له دوى سره وغږېدم . دوى په دوه ډلو وېشل شوي . يوه ډله وايي موږ بنيادي ، انساني امنيت غواړو . بله وايي چې موږ مارکېټ سره وصل کېدل غواړو . ددوى ترمنځ په زرګونو پاڼې تورې شوي دي . ما ويل چې لومړى بايد سېلو ګانې په لسو مهمو ولايتونو کې او وروسته په ټول افغانستان کې جوړې شي . په کرنه باندې موږ چېرته ملي بحث کړى دى .  چې څنګه يې په پښو ودروو ؟ دساختماني چارو په برخه کې په زرګونه کمپنۍ موجودې دي . خو انسجام يې نشته . شرکتونه چې په عمر کې يې ساختماني کار نه دى کړى . په اول لاس يې قرارداد اخيستى. خبره داده چې لومړيتوبونه بايد څرګند او په ډاګه شي . توليدي اقتصاد له بده مرغه زموږ په لومړيتوب کې نه و ، بې خرته پيسې راغلې . ښه والى يې په دې کې دى چې نن دافغانانو په جېبونو کې  پيسې شته که تورې راغلي که سپينې راغلي . خو تر هرڅه وړاندې بايد موږ ددغه کار لپاره يو چوکاټ جوړ کړو . دبېلګې په توګه همدا نن اتيا پنځه اتيا سلنه خلکو چې کومې ودانۍ جوړې کړي   غيرې قانوني بڼه لري . د دوى دقانوني کولو لپاره موږ يو چوکاټ لرو . په دې برخه کې يا پوهه نه وه ، يا اراده او يا دواړه نه و .

پ : ډاکتر صاحب يوه بله مهمه مسئله د ټاکنو ده . څومره ډاډمن ياست چې د ٢٠١٤ کال ټاکنې به رڼې وي او دسمون پر لور به ګام پورته کړو ؟

ځ : لومړۍ خبره داده چې د ټاکنو پايلې بايد ومنل شي .

پ :  نو ددې لپاره څه په کار دي چې ولس دا ومني ؟

ځ : ما خو ځکه وړاندې د همدې موضوع لپاره ديوې ولسي ملي جرګې دجوړېدو غوښتنه وکړه . په ٢٠١٤ کال کې به اقتصادي ستونزې وي . خو اقتصادي ستونزې موږ نه چپه کوي .  دوه شيان موږ ته اقتصادي ستونزې پيدا کوي . لومړى غلطې ټاکنې . کله چې ټاکنې دسياسي قشر له خوا ونه منل شي ،په ولس کې ستونزې رامنځته کېږي . ولس ستونزه نه غواړي . ددغو ستونزو مسوول سياسي قشر دى . تر هرڅه وړاندې پر يو ملي تړون او پروګرام باندې موافقه په کار ده . چې څه غواړو افغانستان په پښو ودرېږي . هرڅوک بايد يوه اندازه ګذشت ته تيارى ونيسي . که دا دزغم او ګذشت فرهنګ نه وي . ګډ وډۍ ته لاره هوارېږي .که فکر کوئ چې هر چېرته به دسړي رايه وشمېرل شي   نو دا چاره ستونزمنه او سخته ده . اصلي خبره داده چې پايلې بايد رڼې او مشروع وي . دولسمشر لومړي انتخابات مشروع او په قوت رامنځته شول .بيا همداسې لويه جرګه در واخلئ . اوس هم مشروعيت په کار دى او دمشروعيت دايجاد لپاره بحث ته اړتيا ده . که چېرته دغه بحث رامنځته شي . ټاکنې رڼې وي او له ستونزو سره مخامخ نه شو نو زما په فکر ددې دور پاتې کلونو په اوږدو کې بايد يوه ځواکمنه کابينه رامنځته شي . دغه کابينه د ٢٠١٤ کال لپاره يو ښه پل کېداى شي . لکه څنګه چې د لومړي ځل لپاره ولسمشر داساسي قانون له مخې ټاکل شوى و نو واک هم بايد په همدې ترتيب پرېږدي . دټولنې له خوا بايد بيا دده دريځ ديو ملي شخصيت په توګه وټاکل شي . که دا ووايو چې ځينې تېروتنې او اشتباهات يې کړي . خو زښت زيات ګذشت او زغم نه يې هم کار اخيستى . موږ نه غواړو چې دولسمشر په باب دپاکستان پر چلند واوړو . چې ورسره دبوټواو يا د مشرف په څېر چلند وشي . پر دې بايد موږ ټول باور او ډاډ ولرو چې په خپله خاوره کې خوندي او مسوون ژوند کولاى شو .

پ : ډاکتر صاحب دا دهېواد له خلکو سره ډېر ښه او ښکلى چلند  دى . خو لکه څنګه چې ښکاري کابينه هم هماغه ده . دټاکنو خپلواک کميسون هم په همغه پخواني بڼه موجود دى . پردسې شرايطو خلک څنګ باور وکړي ؟

ځ : زما نظر همدا دى چې پرته له ادلون بدلونه خلک باور نه شي کولاى . ځکه د ټاکنو پرقانون او د ټاکنو کميسون پر مشرۍ بايد تر هرڅه وړاندې يو څرګند بحث وشي ، چې ولس پرې باور پيدا کړي . نننى حکومت دتېرېدو په حال کې دى . په وروستيو شپږو مياشتو کې به له ډېرو سختو ستونزو سره مخ شو . موږ بيا په داسې حال کې رامنځته کېداى شو ، چې يوه ځواکمنه اجماع ولرو . که يوه ځواکمنه اراده وي نو دوام هم شونى دى . ټاکنې په نړۍ واله کچه يوه کړکېچنه مسئله ده .  خلک دبېلابېلونظرونو پر بنسټ سره بېلوي . زما وړانديز دستونزو دحل لپاره دادى چې بريدونه بايد پر اهدافو  وټاکل شوي . هغه کسان چې ځان کانديدوي او يايې خلک کانديدوي . دوى بايد تر هرڅه وړاندې په لارو چارو او طريقو وغږېږي . دغه اهداف چې   مدني ټولنې ، سياسي قشر  او ولس  يې ټاکي  ،څنګه ورته دعمل جامه اغوستى شي او څنګه ورته لاره چاره موندى شي ؟پر دې فکر په کار دى . زما وړانديز بيا هم په دې برخه کې څرګند دى . هغه دادى چې راځئ دافغانستان په لسو عمده ځايونو کې لس مناظرې جوړې کړو . پر ولاياتو وګرځو .  ولاياتو ته د درجو بنسټ بايد ونړوو .ولې په لوى لاس يو ولايت درېمه درجه وبولو . ايا خلک يې دافغانستان درېيمه درجه خلک دي ؟ دافغانستان په سرحداتو څه کول په کار دي ؟  دولاياتو اوسنى جوړښت سم نه دى . ولس بايدپردې فکر ونه کړي ، چې دوى لومړى ، دويمه او ياد درېيمه درجه دي . دکابل خلک بايد پردې پوه شي چې سرحد يې لاهورۍ دروازه نه ، خوست ،ننګرهار ، نورستان ، کونړ بدخشان ، مزار هرات  او نورې سرحدي دروازې دي . زه دافغانستان تر درې سوو زياتو ولسوالانو سره غږېدلى يم . له دې شمېرې څخه پنځه نوي سلنه دپوستو دجوړېدو غوښتنه کوي . نو حکومتولي بيا په دې برخه کې څه ده ؟ دا ټول مسايل سره چې ټول نه کړو ، پرې ژور فکر ونه کړو . له يوه ګذشت او زغمه کار وانه خلو .نو ستونزې به  پاتې وي .

پ : ډاکترصاحب د ټاکنو په برخه کې ديو حقيقت په توګه دا څرګنده ده چې  تر ډېره بريده په کې سمتي ، مذهبي او قومي مسايلو ته لمن وهل کېږي . کانديدان هم غواړي له دې لارې  رايه واخلي . خو يوشمېر ادارو او آن په وسله والو ځواکونو کې هم بدبختانه دغه ډول بېلګې ښکاري . له داسې مسئلو  يو بل خطر نه احساسوئ ؟ چې که هم زموږ خلک او هم وسله وال دسياسي قشر په لاس داسې لارې ته راکاږل شي ، چې دنورو ستونزو په تېره دکودتا خطر ترې رامنځته شي ؟

ځ : که سياسي قشر په همدې محدوديتونو او همدې وېش روان وي  نو څلور کاله وروسته به تاسې په دې خاوره کې کودتا وګورئ . زموږ دملکي او امنيتي بنسټونو په منځ کې ورځ په ورځ فاصلې او بريدونه رامنځته کېږي   او له بلې خوا  بيا نوى نسل بدلونه او تغير غواړي . دغه نجونې او هلکان چې له ښوونځيو وځي . ددوى راتلونکى څنګه او څوک ټاکي  ؟ داخطرونه بايد څرګند شي . ما په دې اړه ولسمشر اونورو خواوو ته دغه اندېښنه رسولې . زموږ دتاريخ ښه برخه داده چې سياسي مشر توب مو منلى . کودتا زموږ جنرالان نه غواړي . هغه خلک چې په دې باب مو اوس په تصور او فکرکې هم نه ګرځي هغوى به دکودتا بنسټګر وي . ددغه کار دمخنيوي لپاره تحليل او څرګند اقدامات په کار دي . دا برخه بيا هم لومړى  دټاکنو په مشروعيت او روڼوالي پورې  تړاو لري چې پايلې يې بايد ومنل شي . او يو څرګنده تکلاره ولرو . دويم راتلونکى حکومت بايد ځان دستونزو دحل لپاره په عملي توګه تثبيت کړي ، چې دوى دستونزو دحل لپاره عملي کړنلاره لري او که نه ؟ددې توان لري چې ستونزې حل کړي ؟  ددې لسو کلونو په ترڅ کې زښت زيات امکانات وو . اوس دنيا بدله شوې . دغه ډول امکانات به بيا نه وي نو موږ بايد ځانته حرکت ورکړو او دستونزو دحل لپاره دعملي لارو چارو دپيدا کېدو په فکر کې شو

مننه
په دې مرکه کې دانتقال د پروسې په اړه پنځه ټکي ستر دي،اودا پيغامونه يې وړاندې کوي :

د انتقال پیغامون
1.    د انتقال  پروسه  د ولسمشر په لارښوونه  منځ ته راغلې . د انتقال هدف بشپړملي حاکمیت دی اوداپروسه ولسي دولتي اونړۍ وال ملاتړلري.
2.    دانتقال بریالیتوب ددولت په اصلاحاتوپورې تړلی دی.
3.    دتېرو ترخوتجربو دنه تکرارلپاره ولس پوه دی اونړۍ واله ټولنه ترخې  تجربې نه تکراروي نوسیاسي بنسټونه اوشخصیتونه بایدخپل مسوولیتونه اوتاریخيرسالت اداکړي.
4.    د ملي اردو،ملي پولیس اوملي امنیت دپیاوړتیا لپاره کافي امکانات اوژمنې شته خودابنسټونه باید په بشپړه توګه ملي اومسلکي شي اوترمنځه یې همغږيرامنځته شي.
5.    دیوهېواد اساس پرثبات ولاړ دی ،ثبات بیا داسلامي فلسفې له مخې پرپنځو بنسټونو (سیاست ،اقتصاد،امنیت ،حکومت والي اوعدالت ) ولاړ دی .
مننه دتاند باڼي نه