یو دوه کاله د مخه مې د کوزې پښتونخوا د نومیالي لیکوال ښاغلي همېش خلیل یوه لیکې خندنۍ « ډرامه » ولسو تله او څو اونۍ د مخه مې د بي، بي ،سي له راډیو نه د هغه د خندا وړ،مرکه واورېده او اریان خوروته په دې پاتې شوم، چې نه پوهېدم ورته وخاندم او که وژاړم؟
دښاغلي خلیل هغه « ډرامه » خوداوه چې د « بیا کډې بارېږي » په د استاني مجموعه یې یوه سریزه غوندې څه لیکلي وو او هلته یې په ډاګه ویلي ؤ، چې تر اوسه یې د افغانستان د داستاني ادبیاتو د لیکونکو چاپي ځانګړې داستاني مجموعې نه دي لیدلي او بیا کډې بارېږي، دافغانستان د داستاني ادبیاتو یو چاپي ځانګړی پیل دی.موږ په دې خبره کې څه ووایو؟ یوازې یوه کیسه درته کوم.
پوره یو کال د مخه په ژوندکې د لومړي ځل لپاره د پښور مېلمه شوم. هلته مې وغوښتل چې د پښور دسیمې له یو شمېر شاعرانو او لیکوالو سره وګورم، چې لږ تر لږه مې څه آشنایي خو ورسره وشي، څو تنه مي ولیدل او د هغه او دغه ځای د شعر او شاعرۍ او په مجوع کې د پېښتو ادبیاتو په هکله مو خبرې سره وکړې او سره آشنا شو، بله ورځ مې له خپل یوه شاعر ملکري نه چې د ښاغلي همېش خلیل پته ورته معلومه وه وغوښتل چې خلیل صیب هم را باندې وګوري. دواړه له یوه تش کټه پرته هیڅ او هیڅ څوک هم نه و، د کور دروازه مو ورته ور وټکوله، یو ماشوم راووت ماشوم هلک ته مو وویل، چې خلیل صیب په کور دی؟ هغه ووویل هو کې په کور دی، او لګیا دی چای څښي.
ورته مو وویل چې خلیل صیب ته ووایه چي دوه تنه افغاني لیکوال راغلي، غواړي چي درسره وګوري او درسره آشنا شي هلک کورته ننوت او دوه درې دقیقې وروسته دروازې ته راغی او راته یې وویل، چې خلیل صیب په کور نه شته، سهار وختي له کوره وتی دی، خلیل صیب په کور وو او خلیل صیب لیګا وو چای یې څښه خو نه پوهیږم چې ولې یې د خپل لیدو ویاړ مو ته ونه بښه.که چیرې ما خلیل صیب لیدلی وای دا به مې ورته څرګنده کړې وای، چې ګرانه خلیل صیب خبرې دې ګل او قلم دې بلبل، خو په افغانستان کې یوازې یوازي په یوه تېره لسېزه کې دومره داستاني أثار چاپ او خپاره شوي دي چې شمېر یې ستا د سراوږيرې له وېښتو نه کم نه دی، خو ته هسې دفیل په غوږ کې ویده یې.څو اوونۍ دمخه دبي بي سي مشهور لیکوال، ژورنالیست او ویاند ګوهر بي بي سي راډیو د راشه، درشه ادبي خپرونې ته پروګرام لیکی و او په هغه کې یې دا خبره عنوان کړې وه، چې پښتو آزاد شعر په کوزه پښتونخوا کې زورور دی او که بره کی؟
دغې پوښتنې ته له دې ځایه ښاغلي یوهاند دوکتور مجاور احمد زیار او ښاغلي استا د حیب الله رفیع او له ځایه خلیل صیب اواعظم صیب ځوابونه وویل، مګر خلیل صیب د فیل له غوږ نه غږ کړ،چې شعر او شاعري خو همدلته ده او آزاد شعر په افغانستان کې په خاړپوڅو لګیا دی. موږ دانه وایو چي خدای مکړه دا بد کار دی ، زما ژبه دې غني شي که څه هم په افریقې کې وي.
موږ ته د خپلې ژبې، ادبیاتو او فرهنګ بډاینه په کار ده او ښکلا یې راته په کار ده ، دا کار که ته وکړې او که زه یې وکړم، دواړه به نیک وي او دواړه به بختور وي خو استاده لږ پام کول خو هم په کار دي، که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي. ستاسو په ماحول او بیا په تېره ستاسو په ادبي چاپېریال کې د ادب او هنر هرڅه شته خو پرته له آزاد شعره، البته آزاد شعر د کلیمې په رښتیني مفهوم او که راسره یې نه مني داګز دا میدان