اوپل ترنګا نړیوال کرکټ پرېښود

اوپل ترنګا نړیوال کرکټ پرېښود


  • 6 ورځي دمخه (23/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 46

 اوپل ترنګا نړیوال کرکټ پرېښود

 

دغه لوبغاړی چې ۳۶ کاله عمر لري نن یې علان وکړ چې نور به د سریلانکا لپاره په نړیوال کرکټ کې ونه لوبېږي.

نوموړي د سریلانکا لپاره ۳۱ ټېسټ سیالۍ وکړې ۱۷۵۴ منډي یې وکړې اته پنځوسیزي او دری سلیزي یې جوړي کړې.

دغه رنګه یې ۲۳۵ نړیوالي پنځوس اوریزي لوبي وکړې چې ۶۹۵۱ منډي یې جوړي کړې ۳۷ پنځوسیزي او ۱۵ سلیزي یې ووهلې .

او ۲۶ نړیوالي شل اوریزي لوبي یې وکړې چې ۴۰۷ منډي یې وکړې کومه سلیزه او نیمه سلیزه یې جوړه نه کړه

 

د یادوني وړ ده چې ترنګا خپله وروستۍ لوبه د سریلانکا لپاره په ۲۰۱۹ م کال کې کړي وه