بریښنا شرکت وایي د بریښنا په وارداتي پایو کې د تخنیکي ستونزو له امله پر کابل او ډیری ولایتونو د ازبکستان بریښنا پرې شوې ده.
د یاد شرکت په وینا د بغلان ولایت د ایبک سب سټیشن په ۸۵ کیلو مترۍ کې د وارداتي بریښنا پایه کې تخنیکي ستونزه پیښه شوې او له امله دې امله په کابل او یو شمیر ولایتونو د ازبکستان بریښنا پرې شوې ده.
د مسوولینو په وینا د یادې ستونزې د حل لپاره سیمې ته د بریښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي رسیدلي او د ستونزې د حل چارې یې پیل کړي.
تیره اونۍ بریښنا شرکت ویلي وو چې د ازبکستان بریښنا د بریښنا په ۵ دستګاو کې د ستونزو له امله پرې شوې.