اروپایي ټولنه: بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي.

اروپایي ټولنه: بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي.


  • 3 کاله دمخه (16/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1464

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

نیکولسن هلته له پاکستانو چارواکو سره د خبرو پر مهال د افغان سولې مسئلې ته په اشارې ویلي، د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل شي.

نوموړي همدارنکه د مذاکراتو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو او د تلپاتې اوربند پر رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د یوې ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو پر چټکتیا هوکړه کړې وه خو شاوخوا د یوې اوونۍ په تېرېدو یې هېڅ کومه بله ناسته نه ده کړې.

له‌بلې خوا هندي او امریکایي لوري د افغان سولې پر روان بهیر خبرې اترې کړې دي. 

د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر دوحې ته تللی دی او هلته یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سره کتلي دي. 

دواړو لورو په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او راتلوونکو ګامونو خبرې اترې کړې دي.