افغان زندانیان؛ د پاکستانیو له بند خوشې کېږی

افغان زندانیان؛ د پاکستانیو له بند خوشې کېږی


  • 2 کاله دمخه (19/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 899

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په راتلونکو درېېو اوونیو کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شي.

یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، کډوالو چارو وزارت، د پولیسو له مشرانو، د کراچۍ ښاروالۍ او یو شمېر نورو چارواکو سره پرلپسې اړیکې نیولې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ډاډ ورکړی چې په راتلوونکو درېېو اوونیو کې به د افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي، سپین ږیري، ماشومان، مېرمنې او یو شمېر ناروغان به ژر تر ژره ازاد او د نورو دوسیې به هم وڅېړل شي.

سفارت زیاته کړې چې په تېرو درېېو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د نیول شویو دوه زره افغان بندیانو له ډلې ۵۰۰ خوشې شوي او د پاتې نورو د خوشې کېدو هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې ډسمبر میاشتې په پنځلسمه نېټه یو افغان زندانۍ د کراچۍ په زندان کې مړ شوی وو.