د مخابراتو وزارت: افغانستان کې د فعالو مخابراتي شرکتونو د خدماتو کیفیت ورته د منلو نه دی.

د مخابراتو وزارت: افغانستان کې د فعالو مخابراتي شرکتونو د خدماتو کیفیت ورته د منلو نه دی.


  • 3 کاله دمخه (17/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1334

د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، چې افغانستان کې د فعالو مخابراتي شرکتونو د خدماتو کیفیت د دوی د تائید وړ نه دی.

دې وزارت دا څرګندونې د مخابراتو په نړیواله ورځ وکړې. 

خو دا وزارت همداشان وايي، له مخابراتي شرکتونو سره د خدماتو د کیفیت د ښه کېدو په تړاو خبرې اترې روانې دي.

بل لورته فعال مخابراتي شرکتونو بیا ویلي، چې وروستیو ناامنیو یې د خدماتو په کیفیت او بیو منفي اغېزه کړې. 

د مخابراتو وزارت د مالوماتو له‌مخې اوسمهال د دې هېواد ۹۰ سلنه خاوره د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې ده او ۱۲ میلیون وګړي انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی لري. 

هېواد کې مېشت افغان وګړي ډېری وختونه د مخابراتي شرکتونو له لوړو بیو او کمزرویو خدماتو سر ټکوي.

دوی همدا‌راز له مسؤولینو د چټکو خداماتو او مناسبو بیو غوښتنه هم کوي.