د کندهار په میوند ولسوالۍکي تېره ورځ ۱۲۰ متره برمې ته لوېدلی کوچنی تر شپږ ساعته هڅو وروسته مړ رااېستل شوی دی.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ۱۱ کلن کوچنی په سیتوتک کلي کې برمې ته لوېدلی او له کوښښونو سره، سره بیا هم مړ رااېستل شوی دی.
په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د لویو برمو وهل، بیا د هغو وچېدل او سرونه یې لوڅ پرېښول هغه څه دي، چې د دې ډول پېښو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.