د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د نه کمیدو مسئولیت باید یوازې پر طالبانو وانه چول شي.
قريشي اسلام اباد کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره تر لیدنې وروسته له رسنیو سره خبرو کې ویلي د سولې له خبرو سره سره لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښو کې زیاتوالی راغلی، خو مسئولیت یې یوازې د طالبانو پر غاړه نه دی.
قريشي ويلي جنګ کې ښکیل نور لوري دې هم تاوتريخوالی کم کړي او دا چې ټول مسئوليت په طالبانو اچول کيږي دا مناسب نه دی.