غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې نړیوال غبرګونونه

غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې نړیوال غبرګونونه


  • 10 مياشتي دمخه (25/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 341

د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا وایي چې اسراییل د فلسطینیانو په وړاندې نسل وژنه کوي.

نوموړي تېره اوونۍ په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات د نازیانو له خوا د هالوکاست له عامه وژنې سره تشبېه کړي وو.

اسراییل د نسلوژنې ادعاوې رد کړي او وايي، دغه جګړه یې د خپل ځان د امنیت لپار ده.

د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي وو چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسراییل په بمباریو کې د ۹۲ وژل شویو فلسطینیانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې تر ۲۹زرو ۶۰۶ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۷۰زره نور ټپیان شوي چې دېری یې ښځې او ماشومان دي.