د جوزجان ولایت اړوند د قوشتېپې - درزاب سړک د جوړولو چارې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سړک به په درې لاټونو کې جوړ شي.
حقشناس زیاتوي، دغه سړک ۵۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې پکې د دوو پلونو، ۱۳۷ پلچکونو، استنادي دېوالونو او د سړک څنډو ته د لښتیو د رغونې چارې شاملې دي.
نوموړی وایي، د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې او د سوداګریزو توکو لېږد - رالېږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.